اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقیق وفاقي وزیر رانا تنویر حسېن د ګني په فصل د پائرله او وائټ فلائی د بريد په ضد په وخت د اقدامات په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي په اجتماعي هڅو د ګني پیداوار د تباهۍ څخه بچ كيدے شي۔ده د شورو په ورځ د يوې اعلیٰ پائې غونډي مشري كوله چې پكښې نمي كښې د …
د ګني په فصل د پائرله او وائټ فلائي بريد په ضد په وخت اقدامات ته ضروت دے ۔رانا تنویر حسېن
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقیق وفاقي وزیر رانا تنویر حسېن د ګني په فصل د پائرله او وائټ فلائی د بريد په ضد په وخت د اقدامات په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي په اجتماعي هڅو د ګني پیداوار د تباهۍ څخه بچ كيدے شي۔ده د شورو په ورځ د يوې اعلیٰ پائې غونډي مشري كوله چې پكښې نمي كښې د زياتوالي له امله د ګني په فصل د پائرله او وائټ فلائي زياتو شوو بريدونو په اثرات غور وشو۔ وفاقی وزیر په دې خبره د تشویش څرګندونه وكړه چې سږ كال د پائرله بريد شمالی سيمو څخه جنوبي سيمو ته رسيدلے چې ورسره د ګني فصل ته زيان رسي۔د قامي غذائي تحفظ او تحقیق وزارت د اړخه جاري پرېس ريليز له مخې په غونډه كښې دا خبره رامخې ته شوې چې دا دواړه چينجي د ګني پیداوار لپاره ډېر خطري ګرځېدلي۔ وفاقي وزیر زور راوړو چې حكومت ټولي اړوندي ادارې متحرك كوي او كروندګرو كښې د خبرتيا او بيدارۍ لپاره كمپائن چلوي دغسې چې د فصل زيان كم كړے شي۔كروندګرو ته سختۍ سره سپارښتنه شوې چې په سمدستي توګه د حفاظتي او کنټرول اقدامات وكړي،د خپلو پټو باقاعدګۍ سره معائنه وكړي، ده ووئېل كه په بريد قابو موندلو كښې تاخير وشو نو د ګني فصل ته ډېر زيان رسيدلېے شي۔وفاقی وزیر په كروندګرو زور راوړو چې په سمدستي توګه اقدامات وكړي ۔ده په دې خبره زور راوړو چې په اجتماعي هڅو د ګني پیداوار د لويې زيان څخه بچ كيدے شي۔










