سپيکر سردار اياز صادق سره د آزاد جمو و کشمير د قانون ساز اسمبلي سپيکر چوهدري لطيف اکبر وليدل

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د آزاد جمو و کشمير د قانون ساز اسمبلي سپيکر چوهدري لطيف اکبر سره د خپل پلاوي سره ليدلي دي ٬ د قانون ساز اسمبلۍ د پلاوي په غړو كښې د آزاد کشمير پخوانے وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان، حافظ احمد رضا قادري، حامد رضا او ديوان علي چغتائي شامل وو۔ د شورو په ورځ …

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د آزاد جمو و کشمير د قانون ساز اسمبلي سپيکر چوهدري لطيف اکبر سره د خپل پلاوي سره ليدلي دي ٬ د قانون ساز اسمبلۍ د پلاوي په غړو كښې د آزاد کشمير پخوانے وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان، حافظ احمد رضا قادري، حامد رضا او ديوان علي چغتائي شامل وو۔ د شورو په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د ترسره شوي ملاقات په مهال د هند د آبي جارحيت او په مقبوضه جموں کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو غندنه وشوه۔ سپيکر سردار اياز صادق پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل په ايوان كښې موجود ټول غړي زما لپاره برابر دي٬ د 15مې قامي اسمبلۍ په وړومبو 3.5 كالو كښې د پارلماني غړو مسئلې د فرق نه غېر حل كول زما ترجيح ده، پارلمان تل د كشمير مسئله په ټولو نړيوالو او سيمه ايزو فورمونو په بشپړه توګه رامخې ته كړې ده۔