وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په سركاري دوره رياض ته ورسېد٬ په كنګ خالد هوائي مېدان تود هركلے

رياض17 ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د سعودي عرب په سركاري دوره رياض ته رسېدلے دے ۔د رياض كنګ خالد هوائي مېدان ته په رسېدو د رياض نائب ګورنر محمد بن عبدالرحمان بن عبدالعزيز٬پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي٬د پاكستان په سعودي عرب كښې سفير احمد فاروق او اعلٰی سفارتي چارواكو د وزيراعظم او د …

رياض17 ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د سعودي عرب په سركاري دوره رياض ته رسېدلے دے ۔د رياض كنګ خالد هوائي مېدان ته په رسېدو د رياض نائب ګورنر محمد بن عبدالرحمان بن عبدالعزيز٬پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي٬د پاكستان په سعودي عرب كښې سفير احمد فاروق او اعلٰی سفارتي چارواكو د وزيراعظم او د پاكستان پلاوي تود هركلے وكړو۔د وزيراعظم رياض ته په رسېدو ټول ښار كښې شنه بيرغونه لګولې شوي وؤ۔په دې موقع وزيراعظم ته د 21 توپو سلامي وكړې شوه او د سعودي عرب وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم محمد شهباز شريف الوتكه جې د سعودي عرب فضائي حدود ته داخله شوه نو د سعودي فضائيه جنګي الوتكو يې تود هركلے وكړو۔د وزيراعظم الوتكه څنګه چې د سعودي عرب فضائي حدود ته داخل شوه نو د سعودي فضائيه اېف 15 جنګي الوتكو د وزيراعظم الوتكه په خپل حصار كښې واخستله۔وزيراعظم د سعودي عرب فضائي حدود كښې په بشپړ هركلې كولو د سعودي عرب فرمانروا خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان مننه وكړه۔سعودي عرب د سركاري دورې په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د خزانې وزير محمد اورنګزيب او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د ماحوليات وزير مصدق ملك او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري دي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف به د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د ملاقات لپاره شاهي ديوان٬قصريمامه ته ځي۔قصر يمامه كښې به د وزيراعظم او پاكستان پلاوي رسمي هركلے كيږي۔دوه اړخيزه ملاقات كښې به د پاكستان سعودي عرب اړيكو د ټولو اړخونو تفصيلي جاج اخستلې شي۔ دواړه لارښود به د شريكې خوښې په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔د دورې په مهال به د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستې ته عملي جامه وركولو په اړه باضابطه پېشرفت متوقع دے كوم چې د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې اړيكو لا ودې لپاره د شريك عزم عكاسي كوي۔