اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقی وزیرِ سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي د سروائیکل کینسر مخنيوي قامي كمپائن پېل كول يو تاریخي اقدام دے ،هر كال پاکستان كښې نزدې 5 زره ميرمني د سروائیکل کینسر ښکار كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سروائیکل کینسر مخنيوي په اړه د خبرتيا سیمینار ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د نړۍ 150 څخه زياتو هېوادونو خپل قامی ویکسینیشن پروګرامز …
د سروائیکل کینسر مخنيوي له قامي كمپائن پېل كول يو تاریخی اقدام دے ،هر كال پاکستان كښې نزدې 5 زره ميرمني د سروائیکل کینسر ښکار كيږي۔سید مصطفیٰ کمال
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقی وزیرِ سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي د سروائیکل کینسر مخنيوي قامي كمپائن پېل كول يو تاریخي اقدام دے ،هر كال پاکستان كښې نزدې 5 زره ميرمني د سروائیکل کینسر ښکار كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سروائیکل کینسر مخنيوي په اړه د خبرتيا سیمینار ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د نړۍ 150 څخه زياتو هېوادونو خپل قامی ویکسینیشن پروګرامز كښې HPV ویکسین شامل کړې دي۔ده ووئيل پاکستان هم د خپلو بچو او ميرمنو تحفظ له عملی ګام پورته كړے،د كمپائن وړومبے پراؤ پنجاب ،اسلام آباد ، سندھ او آزاد جموں او کشمیر كښې روان دے ٬ دغسې بلوچستان، خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان د دويم پړاؤ پېل كولو له وخت غوښتے دے ، دا په نړيواله كچه منلے شوي ویکسین دي ،د دروغو په ډنډورو باور مه كوئ،هر كال پاکستان كښې نزدې 5 زره د سروائیکل کینسر ښکار ميرمنو كښې درې زره په حق رسي۔ده ووئيل كه كومه ميرمن د دروغو ډنډورو په وجه ویکسین نه لګوي او په کینسر اخته شي نو د هغې ذمه وار به څوك وي ؟ كوم كسان چې د دروغو ډنډوره كوي هغه دې لويې څښټن څخه ويريږي ۔ده ووئيل دې موقع څخه ګټه هورته كړئ، خپل بچي د دې ناوړه رنز څه بچ كړئ او د ویکسینیشن لګول باوري كړئ۔ده ووئيل صحت د سیاست څخه بالا دے او د قام د بچو حفاظت زمونږ د ټولو اجتماعی ذمه واري ده۔










