د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري د سي پېك له مخې سمندري پرمختګ كښې په ګرين انرژي او سمندري تحفظ زور راوړو

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئيلي دي پاکستان، چين سره سمندري مرستې لا مستحكم كولو لپاره عزم لري دغسې چې ګوادر په منطقه كښې مركزي تجارتي او د رابطو مرکز جوړ شي۔ د سمندري چارو وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخئ پنځو كالو لپاره بحري اېكشن پلان د كال 2025 نه تر 2029 په اړه د شورو په …

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئيلي دي پاکستان، چين سره سمندري مرستې لا مستحكم كولو لپاره عزم لري دغسې چې ګوادر په منطقه كښې مركزي تجارتي او د رابطو مرکز جوړ شي۔ د سمندري چارو وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخئ پنځو كالو لپاره بحري اېكشن پلان د كال 2025 نه تر 2029 په اړه د شورو په ورځ د غونډې مشرۍ كښې جنيد انوار چوهدري ووئيل دا فريم ورك د سمندري معيشت پرمختګ، د وسائلو تل پاتې استعمال، سائنسي تحقيق او په ماحولياتي تحفظ اډانه دے كوم چې به د سي پېك له مخې مخ په وړاندې بوتللے شي۔ وفاقي وزير ووئيل دا منصوبه به پاکستان افغانستان، مېنځنۍ اسياء، او افريقه سره په تړلو كښې مهم كردار ولوبوي۔ ده د ګوادر پورټ پراختيا، د فري زون سټيج ټو زر بشپړتيا او د ايسټ بے ايکسپريس وے فيز ټو په سمدستي توګه پېل كولو په څېر د لويو منصوبو په ترجيحي بنيادونو د كار كولو امر وكړو۔