د پاکستان ايران مشترکه اقتصادي کميشن 22مه غونډه به كاميابۍ سره تر سره شوه

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د ايران خپلې دورې په مهال د شورو په ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت ودې لپاره په 17 لوظنامو او پروټوکولز لاسليك كړے ، دا لوظنامې او پروټوکولز د پاکستان ايران مشترکه اقتصادي کميشن 22مې غونډې په موقع وشول ٬ د غونډې مشتركه مشري وفاقي وزير جام کمال خان او د ايران د سړكونو …

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د ايران خپلې دورې په مهال د شورو په ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت ودې لپاره په 17 لوظنامو او پروټوکولز لاسليك كړے ، دا لوظنامې او پروټوکولز د پاکستان ايران مشترکه اقتصادي کميشن 22مې غونډې په موقع وشول ٬ د غونډې مشتركه مشري وفاقي وزير جام کمال خان او د ايران د سړكونو او اربن ترقۍ وزيرې فرزانه صادق وكړه ٬ د مشترکه اقتصادي کميشن په غونډه كښې دواړو هېوادونو په 17 لوظنامو او پروټوکولز لاسليك وكړل چې پكښې فعاله سرحدي مارکيټونه جوړول، صحت، كلتور٬ په ويزه كښې آسانۍ، ټېرف، سړكونه او د رېلوے رابطو پشمول د ميډيا مرستې ته ودې وركولو لپاره پروټوکولز لاسليك شول ٬ د دې نه علاوه حيواني او نباتاتي چېنجو خاتمې كښې د مشتركه مرستې، معدنيات، د توان ترسيل او ميري ټائم سروسز كښې د مرستې په لوظنامو لاسليكونه هم وشول ۔ مشترکه اقتصادي کميشن او د پاکستان ايران په بزنس فورم كښې د دواړو هېوادونو كاروباريانو په بشپړه توګه د ګډون وفاقي وزير ستائنې كولو سره د مشتركه اقتصادي كمېشن راتلونكې غونډه په اسلام آباد كښې د كولو بلنه هم وركړه۔ وفاقي وزير د دواړو هېوادونو اقتصادي مرسته خوشبينه وګرځوله٬ په غونډه كښې دوي د دواړو هېوادونو اړيكې نوې كچې ته رسولو لپاره د عزم پخلے هم وكړو۔