د تعلیم او پیشه وره چارو وفاقي وزیر خالد مقبول صدیقي ماډل کالج فار ګرلز جی-الیون/1 ته لاړو ، د جدید آئي ټي لیب پرانسته

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د تعلیم او پیشه وره تربیې وفاقی وزیر خالد مقبول صدیقی د اسلام آباد ماډل کالج فار ګرلز جی-الیون/1 كښې د جدید آئی ټی لیب پرانسته وكړه،دا ليب د زونګ فورجی په مرسته جوړ شوے ۔د پرانستي دستوره كښې د اېف ډي اي ډي جي سید جنید اخلاق، ډائریکټر جاوید مرزا، د زونګ استازي فاروق رضا، پرنسپل راحیله اوېس او ایریا ایجوکیشن آفیسر …

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د تعلیم او پیشه وره تربیې وفاقی وزیر خالد مقبول صدیقی د اسلام آباد ماډل کالج فار ګرلز جی-الیون/1 كښې د جدید آئی ټی لیب پرانسته وكړه،دا ليب د زونګ فورجی په مرسته جوړ شوے ۔د پرانستي دستوره كښې د اېف ډي اي ډي جي سید جنید اخلاق، ډائریکټر جاوید مرزا، د زونګ استازي فاروق رضا، پرنسپل راحیله اوېس او ایریا ایجوکیشن آفیسر ډاكټر احسان محمود پشمول نورو تعلیمی و سرکاري شخصیات ګډون وكړو۔ خالد مقبول صدیقی په خپله وينا كښې ووئيل آئی ټي تعلیم د وخت ضرورت دے او حکومت دا سهولت د هېواد لرې پرتو سيمو ته رسولو له چمتو دے۔ده د زونګ مننه كولو سره ووئيل حکومت تعلیمي میدان كښې پرمختګ لپاره ټول وسائل كاروي۔دې څخه وړندې د اېف ډي اي ډي جي د هر كلي خطبه كښې ووئيل وفاقي تعلیمي ادارو كښې جدید ټیکنالوجی لرونكي آئی ټی لیبز جوړيږي د كومو شميره به چې 136 ته رسولې شي۔ د زونګ استازي فاروق رضا ووئيل کمپني د ډیجیټل تعلیم ودې لپاره لوظي ده او ځيني سكولونو ته ويړيا ډیجیټل سهولیات وركړے كيږي۔