د پاکستان او فلسطين ترمېنځه د صحت په څانګه كښې مرستې زياتولو لپاره په مفاهمتي ياددښت لاسليك

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او فلسطين ترمېنځه د صحت په څانګه كښې مرستې زياتولو لپاره په مفاهمتي ياددښت لاسليك وشو٬ په لوظنامه عملدرامد باوري كولو لپاره به په 30 ورځو كښې د "پاکستان-فلسطين هيلتھ ورکنګ ګروپ" جوړولې شي كوم چې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دې مرستې ته عملي شكل وركولو لپاره لارښودنه كوي۔ په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د خاص …

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او فلسطين ترمېنځه د صحت په څانګه كښې مرستې زياتولو لپاره په مفاهمتي ياددښت لاسليك وشو٬ په لوظنامه عملدرامد باوري كولو لپاره به په 30 ورځو كښې د “پاکستان-فلسطين هيلتھ ورکنګ ګروپ” جوړولې شي كوم چې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دې مرستې ته عملي شكل وركولو لپاره لارښودنه كوي۔ په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د خاص مېلمه په توګه ګډون كولو سره ووئيل په جديدو طبي څانګو كښې د كار استعداد زياتولو ته به خاص پام كولې شي، انټروينشنل کارډيالوجي آرګن ټرانسپلانټ٬ آرتھوپيډك سرجري٬ اينډوسکوپك الټراساؤنډ٬ برن اينډ پلاسټک سرجري په څانګو كښې به په ګډه كار كوٶ۔ ده ووئيل متعدي رنځونه٬ د سترګو رنځونه او د فارماسيوټيکل په څانګه كښې هم شريكې مرستې ته وده وركول او د مشترکه تحقيق موقعې به لټول وي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستاني اولس زړونه فلسطينيانو سره درځېږي، مونږ د دوي خېرښګړې لپاره هر ډول ممكنه مرستې له چمتو يو۔ په دې موقع د پاکستان لخوا د صحت وزير مصطفي ٰکمال او د فلسطين لخوا سفير ډاکټر زھير محمد حمدالله زيد په لوظنامه لاسليك وكړو۔ د فلسطين سفيرد صحت د وزير مننې كولو سره ووئيل فلسطين او پاکستان وروڼه هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو د اولسونو صحت لپره لپاره به په ګډه كار كوٶ۔ په دستوره كښې د صحت وفاقي سيکرټري حامد يعقوب، ايډيشنل سيکرټري هيلتھ او ډي جي هيلتھ هم موجود ٶ۔