اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي د خلیفۃ الارض ذمه وارو ترسره كولو له به مونږ له خپل ځان قرآن وسنت سره تړل وي،د معرفت لاره د علم د لاري ترسره كيدې شي،قرآن او سنت د اسلامی تهذیب بنیادی ستن ده ،اسلامی تعلیمات كښې تحقیق د لويې څښتن د تسبیح په شان …
د خلیفۃ الارض ذمه وارو ترسره كولو لپاره به مونږ له خپل ځان د قرآن وسنت سره تړل وي،د معرفت لاره د علم د لارې ترسره كيدې شي۔ د وفاقي وزیر پروفیسر احسن اقبال
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي د خلیفۃ الارض ذمه وارو ترسره كولو له به مونږ له خپل ځان قرآن وسنت سره تړل وي،د معرفت لاره د علم د لاري ترسره كيدې شي،قرآن او سنت د اسلامی تهذیب بنیادی ستن ده ،اسلامی تعلیمات كښې تحقیق د لويې څښتن د تسبیح په شان لازم دے۔د شورو په ورځ انسټی ټیوټ آف آرټس اینډ ډیزائن كښې نړيوال کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل د نبي کریم (ص) په امت كښې په زيږيدلو بايد مونږ د لويې څښتن شكر ادا كړو ،دا د لويې څښتن په مونږ ډير لويې انعام دے، نړۍ ته د لويې څښتن د پیغام ورسولو ذمه واري د نبی کریم (ص) په امت ده دغسې چې څوك هم د هدایت څخه محروم پاتې نشي۔ده ووئيل دا مهال د مسلمانانو آبادی دوه اربه څخه زياته شوې خو يو كروړ آبادي لرونكے هېواد د دوه اربه وګړو پسې لګولے شوے او هغه چې څنګه هم غواړي د مسلمانانو د وينو سره لوبي كوي۔ده ووئيل په غزه كښې د مسلمانانو سره لويې ظلم روان دے، د اسلامی هېوادونو د مشرانو غونډه وشوه خو نن هم په غزه بمباری شوې،مونږ د اکثریت باوجود د اقلیت د لاسه زيان پورته كوو۔ده ووئيل مونږ له به خپل ژوند كښې توازن پيدا كول وي ځكه چې کائنات په توازن قائم دے، سادګی خپلولو سره وسائل محفوظولې شو،مونږ له به د اوبو د ګوټ ګوټ حفاظت کول وي، د مسلمان په حيث به مونږ له اونې بوټي نالول وي۔وفاقی وزیر ووئيل د خلیفۃ الارض ذمه واري ترسره كولو لپاره به مونږ له خپل ځان د قرآن وسنت سره تړل وي۔










