د پاكستان ليفټ آرم فاسټ باؤلر عثمان خان شنواري انټرنېشنل كركټ څخه د ريټائرمنټ اعلان وكړو

اسلام آباد 09 ستمبر(اے پی پی) د پاكستان ليفټ آرم فاسټ باؤلر عثمان خان شنواري د انټرنېشنل كركټ څخه د ريټائرمنټ اعلان كړے دے ۔ 31 كلنه عثمان شنواري د 2013 نه تر 2019 د قامي ډلې نمائندګي كړی۔د خپل 6 كلنه كيريئر په مهال ده يو ټيسټ٬ 17 ون ډے او 16 ټي 20 انټرنېشنل ميچونه كړي دي ۔ټيسټ كركټ كښې يو وكټ ترلاسه كونكے شنواري ون ډے ميچونو …

اسلام آباد 09 ستمبر(اے پی پی) د پاكستان ليفټ آرم فاسټ باؤلر عثمان خان شنواري د انټرنېشنل كركټ څخه د ريټائرمنټ اعلان كړے دے ۔ 31 كلنه عثمان شنواري د 2013 نه تر 2019 د قامي ډلې نمائندګي كړی۔د خپل 6 كلنه كيريئر په مهال ده يو ټيسټ٬ 17 ون ډے او 16 ټي 20 انټرنېشنل ميچونه كړي دي ۔ټيسټ كركټ كښې يو وكټ ترلاسه كونكے شنواري ون ډے ميچونو كښې 34 او ټي 20 فارميټ كښې 13 لوبغاړي آؤټ كړې دي ۔په دې كاركردګۍ كښې د سري لنكا په ضد دوه ځله پنځه وكټې ترلاسه كول هم شاملې دي۔عثمان شنواري په كال 2018 آسيا كپ كښې هم د قامي اسكوارډ برخه ؤ ۔

مزید خبریں