سېلاب ځپلو سيمو كښې د مرستې هلو ځلو په اړه د وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په مشرۍ كښې غونډه

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر د تخفيفِ غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د لوړې كچې غونډه شوې٬په غونډه كښې د وزارت د ذيلي ادارو لخوا په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې روانو هلو ځلو په اړه تفصيلي جاج وړاندې كړے شو۔ په غونډه كښې د بي آئي اېس …

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر د تخفيفِ غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د لوړې كچې غونډه شوې٬په غونډه كښې د وزارت د ذيلي ادارو لخوا په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې روانو هلو ځلو په اړه تفصيلي جاج وړاندې كړے شو۔ په غونډه كښې د بي آئي اېس پي، پاکستان بيت المال، پاکستان پاورټي ايليويشن فنډ او ټرسټ فار والنټري آرګنائزيشنز لوړ پورو ګډون وكړو ۔ د غونډې په پېل كښې وفاقي وزير زور راوړو چې سېلاب ځپلو كورنيو ته سمدستي٬ كوټلې او په سپېځلې ډول مرسته رسول ضروري ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم امر له مخئ وزارت د دې خبرې عزم لري چې يوه ځپلې كورنۍ بې مرستې پاتې نه شي۔ ده ووئيل سېلاب ځپلو كورنيو ته سمدستي٬ كوټلې او په سپېځلې ډول مرسته رسول ډېره ضروري ده۔ په غونډه كښې د ادارو په كاركردګۍ هم تفصيلي بريفنګ وړاندې كړے شو۔

مزید خبریں