اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د ميلاد النبي (ص) په موقع ټولي اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي نبي آخري الزمان (ص) دنيا ته تشريف راوړلو سره د رحمت او بركت پيغام راوړو۔ دا ورځ مونږ له د خپل هغه لوظ د پخلي كولو موقع راكوي چې مونږ له به خپل انفرادي او اجتماعي ژوند د نبي علېه السلام د سيرت او …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د ميلاد النبي (ص) په موقع ټولي اسلامي نړۍ له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د ميلاد النبي (ص) په موقع ټولي اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي نبي آخري الزمان (ص) دنيا ته تشريف راوړلو سره د رحمت او بركت پيغام راوړو۔ دا ورځ مونږ له د خپل هغه لوظ د پخلي كولو موقع راكوي چې مونږ له به خپل انفرادي او اجتماعي ژوند د نبي علېه السلام د سيرت او تعليمات له مخې كول وي۔ د نبي علېه د ولادت په موقع خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل نبی علېه السلام د صبر ٬ زغم ٬ عاجزۍ ٬ عدل ٬ مينې٬ ورورولۍ او امن درس وركړو٬ ننۍ اسلامي نړۍ په پېښو مسئلو او چېلنجونو قابو هله موندلې شي كله چې په خپل عملي ژوند كښې د نبي علېه السلام ښودلې اصول خپل كړي۔ ده ووئيل د نبي علېه السلام د ولادت ورځ مونږ ته دا سبق راكوي چې مونږ له به يووالي ته وده وركول وي٬ كركه ختمولو سره به ټولنه د امن او سكون مركز جوړول وي او هم دا هغه لاره ده په كومه تګ سره چې مونږ د دنيا او آخرت كاميابۍ ترلاسه كولې شوو۔ ده ووئيل مونږ له به نوې كول په سيرت النبي (ص) پوهول وي دغسې چې دوي د اعلی اخلاق ٬ ايماندارۍ او قربانۍ جذبه خپله كړي او په سباؤن كښی د خپل هېواد او قام قيمتي اثاثه وګرځي۔ په دې موقع ده په دې خبره زور راوړو چې مونږ له به خپل اجتماعی نظام د عدل ٬ مساوات او ورورولۍ په اصولو ادرول وي دغسې چې يوه سوكاله او سولئيزه ټولنه تشكيل كړې شي۔ سید یوسف رضا ګيلاني دعا وكړه چې پاك پروردګار دې مونږ ته په سيرت النبي د عمل كولو توفيق راكړي٬ پروردګار دې پاكستان د امن او سوكالۍ مركز جوړ كړي او ټوله اسلامي نړۍ دې هرې يوې فتنې او ازمېښت څخه محفوظه اوساتي۔ ده په خاص توګه د فلسطين او مقبوضه كشمير مظلوم اولس لپاره هم دعا وكړه چې پاك پروردګار هغوي له د آزادۍ نعمت وركړي










