اسلام آباد۔5ستمبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ټول قام ٬ پوځ او شهيدانو ته په غوره ټكو د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د كال 1965 جنګ په مهال پاك پوځ د زړورتيا او ځانګړې مړانې هغه څرګندونه وكړه كومه چې راتلونكو نسلونو له د لارې مشال دے٬ زمونږ مېړنو وسله والو ځواكونو په مؤثر تګلاره او مړانه دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې …
د كال 1965ء جنګ كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو د زړورتيا او ځانګړې مړانې څرګندونه وكړه: د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔5ستمبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ټول قام ٬ پوځ او شهيدانو ته په غوره ټكو د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د كال 1965 جنګ په مهال پاك پوځ د زړورتيا او ځانګړې مړانې هغه څرګندونه وكړه كومه چې راتلونكو نسلونو له د لارې مشال دے٬ زمونږ مېړنو وسله والو ځواكونو په مؤثر تګلاره او مړانه دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړو٬ لكه څنګه چې په كال 1965ء كښې دښمن عبرتناكې ماتې سره مخ كړے شو نن يۍ هم په نړيواله كچه له رسوايۍ او ناكامۍ نه غېر بل څه موندلے نه دي۔ د د دفاع ورځې په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې ده ټول قام ٬ پاك پوځ او شهيدانو ته په درنو ټكو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل 6 ستمبر زمونږ د قامي تاريخ هغه روښانه باب در كوم چې نړۍ ته دا ثابته كړه چې پاكستانے قام او پوځ به د خپلې آزادۍ ٬ خپلواكۍ او قامي وقار تحفظ له د كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه نه كوي۔ ده ووئيل شهيدانو او غازيانو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د پولو حفاظت كړے او نړۍ ته يۍ دا پېغام وركړے چې پاكستانے اولس او پوځ يو روح ٬ يو زړه او يو مقصد لري۔ ده ووئيل لكه څنګه چې په كال 1965ء كښې دښمن عبرتناكې ماتې سره مخ كړے شو نن يۍ هم په نړيواله كچه له رسوائۍ او ناكامۍ نه غېر بل څه موندلې نه دي۔ د دفاع ورځ د يو لوظ ٬ نظريې او پېغام ورځ ده چې د پاكستان بقا او پرمختګ د ټول قام د ګډې ذمه واري ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني په دې موقع د ذوالفقار علی بھټو، محترمې بینظیر بھټو، صدر آصف علي زرداري او چیئرمین بلاول بھټو زرداري كردار ته هم پیرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو د اتومي پروګرام په بنياد اېښودلو د پاكستان دفاع مضبوطه كړه٬ محترمې بېنظير بھټو د خپلو جمهوري ستړو او قربانيو د لارې د پاكستان وقار او نظريه لا مستحكمه كړې ٬ صدر آصف علي زرداري پارليمان بالادسته اداره جوړولو سره د جمهوري بنيادونه مضبوط كړل۔ بلاول بھټو زرداری ځوان كول لپاره د اميد څرك دے څوك چې پاكستان د پرمختګ ٬ سوكالۍ او د امن په نوې سفر د روانولو عزم لري۔ ده ووئيل د دفاع ورځ مونږ په دې سوچ مجبوروي چې مونږ څنګه خپلې معاشي ٬ سياسي او سماجي كمزورۍ په طاقت بدلولې شوو۔ ده ووئيل دا زمونږ ذمه واري ده چې خپلو نسلونو ته يو داسے پاكستان وركړو كوم چې مضبوط ٬ سوكاله ٬ سولئيز او پرمختګ كړے وي۔ ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ مونږ ته دا پېغام راكوي چې د وطن سلامتيا تر ټولو وړومبۍ ده ، پاكستان يو عظيم امانت دے او د دې حافظت په هر حال كښې لازم دے۔ ده ووئيل پاك پوځ د نړۍ تر ټولو غوره پوځونو كښې شمېرلې شي او هغه قام سره يو برابر ولاړ دے۔ ه ووئيل مونږ له به نن دا لوظ كول وي چې مونږ به پاكستان د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ مركز جوړولو له خپلې انفرادي او اجتماعي ذمه ارۍ په ايماندارۍ سره ترسره كوو










