اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپلو سيمو نه د اولس په وخت ويستلو او د مرستې هلو ځلو لمحه په لمحه د نګرانۍ امر كولو سره وئيلي دي بارانونو او سېلاب څخه د ځپليو بحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي٬ وفاقي حکومت د صوبائي واكمنو هر ډول معاونت لپاره چمتو دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د سېلاب په سبب د …
وزيراعظم د سېلاب ځپلو سيمو نه د اولس په وخت ويستلو او د مرستې د هلو ځلو هر لمحه د نګرانۍ باوري كولو امر٬ د ځپلو بحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي۔ شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپلو سيمو نه د اولس په وخت ويستلو او د مرستې هلو ځلو لمحه په لمحه د نګرانۍ امر كولو سره وئيلي دي بارانونو او سېلاب څخه د ځپليو بحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي٬ وفاقي حکومت د صوبائي واكمنو هر ډول معاونت لپاره چمتو دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د سېلاب په سبب د شوو زيانونو او په ځپلو سيمو كښې د مرستې او بحالۍ هلو ځلو جاج لپاره د جمعې په ورځ غونډه شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د اوسنو بارانونو او سېلاب ځپليو بحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي ۔ ده امر وكړو چې د هېواد په سوئيلي برخو كښې د دريابونو په غاړه پرتو سيمو كښې د صورتحال مخنيوي لپاره دې ضروري چمتوالے باوري كړے شي۔ ده ووئيل وفاقي حکومت به صوبائي حکومتونو سره په دې لړ كښې په ګډه كار روان ساتي۔ وزيراعظم امر وكړو چې داسې ځپلي كوم چې نادرا سره رجسټرډ نه دي ٬ ھغوي ته معاونت رسولو لپاره دې كمېټي جوړه كړې شي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون وزارت دې د راتلونكې كال پشكال لپاره د اوس نه چمتوالے اونيسي او پاکستان د موسمياتي بدلون د مضر اثرات پشمول د سختو بارانونو او سېلاب نه بچ كولو او دې څخه زيانونه د لږ نه لږ لپاره دې په دوو اوونۍ كښې يو جامع تګلاره وړاندې كړي ۔ وزيراعظم د اېن ډي اېم اے، پي ډي اېم ايز، پاك پوځ او د ريسکيو او ريليف وفاقي او صوبائي ادارو ته ريسکيو او ريليف لپاره د كاروائيو ستائنه وكړه۔ غونډه په ځپلو سيمو كښې د شوو زيانونو او د ريسکيو او ريليف کاروائيو سره سره د سېلابي اوبو د موجوده صورتحال په اړه هم خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول د پشكال آخري سپېل ختمېدو نه وروستو به د ځپليو د بحالۍ كار پېل كولې شي٬ دا مهال ټول وسائل٬ افرادي قوت د رېسكيو٬ ريليف او انخلاء كښې بوخت دي٬ د سېلاب اوبو په اړه ووئيل شول راوي، ستلج او چناب دريابونو كښې اوبه دا مهال مېنځني او سوئيلي پنجاب ته رسېدلې دي٬ كومې به چې ډېرې زر د پنجد نه تېرې شي٬ په پنجند د 10 نه تر 12 لک کيوسک اوبو څخه بچ كېدو لپاره تيارۍ بشپړې كړې شوي او د سېلابي اوبو حقيقي كچه به د توقع نه لږه 6 لكه كيوسك ته نزدې وي٬ په ملتان كښې دا مهال انتظاميه، پاك پوځ او ريسکيو ادارې د سېلاب اوبه د بند شلولو نه غېر تېرېدو لپاره هلو ځلو كښې مصروف دي۔ غونډې ته ووئيل شول د هېواد په بره او مېنځنو سيمو كښې د بجلۍ ځپلې شوي نظام كښې 80 فيصده بحال شوے او ځپلې پلونه او سترې لارې د روبطو بحالۍ لپاره مرمت شوي او ټرافېك لپاره بېرته كړې شوې دي۔ غونډې ته ووئيل شول په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د 20 لكه نه زياتو كسانو په وخت كډه باوري كړې شوې او ځپلو سيمو نه 4100 نه زيات كسان رېسكيو كړے شوي٬ د وفاقي حکومت لخوا ځپليو لپاره 6300 ټن نه زيات د مرستې سامان رسولے شوے ۔ غونډه كښې زياته كړې شوه چې ځپليو ته طبي مرسته رسولو لپاره د 2400 نه زيات طبي كېمپس لګولې شوي۔ غونډې ته ووئيل شول ګرد هېواد كښې مرګ ژوبلې او د مالي زيان په اړه د وفاقي حكومت لخوا مالي معاونت لپاره په ترجيحي بنيادونو د نادرا د لارې هڅې كېږي۔ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان، آزاد جمو او کشمير پشمول د څلورو واړو صوبو چيف سيکريټريز هم د اړوندو صوبو په اړه جاج وړاندې كړو۔ وزيراعظم صوبائي حکومتونو ته د وفاقي حكومت لخوا د هر ډول معاونت كولو باور وركړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، عطاء تارړ، سردار اويس خان لغاري، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن، د نادرا چيئرمېن او اړٶند چارواكو ګډون كولو۔ د ګلګت بلتستان او آزاد کشمير پشمول د څلورو واړو صوبو چيف سيکريټريز په غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون كړې۔۔










