اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان وئيلي دي د هندي آبي جارحيت په نتيجه كښې د پاكستان اولس دا مهال سختو ستونزو سره مخ دے ٬ د ناڅاپي راپرېښودلې شوو اوبو له امله په هېواد كښې سېلابي صورتحال رامخې ته شو ٬ په تباهي كونكې صورتحال كښې د لكھونو په شمېر وګړي بې كوره كېدو سره ځاني او مالي زيانونو سره مخ شول۔ د جمعې په …
سيلابي صورتحال د لكھونو په شمير وګړي ځپلي دي٬ شتمندو له به د دويې بشپړه مرسته كول وي: د سينيټ دوهم چيئرمين

مزید خبریں
اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان وئيلي دي د هندي آبي جارحيت په نتيجه كښې د پاكستان اولس دا مهال سختو ستونزو سره مخ دے ٬ د ناڅاپي راپرېښودلې شوو اوبو له امله په هېواد كښې سېلابي صورتحال رامخې ته شو ٬ په تباهي كونكې صورتحال كښې د لكھونو په شمېر وګړي بې كوره كېدو سره ځاني او مالي زيانونو سره مخ شول۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دوهم چيئرمېن سېدال خان ووئيل دا وخت په مصيبت كښې د ګېرو كسانو د مرستې دے ٬ وفاقي او صوبائیي حکومتونه ٬ اړوندې ادارې ٬ سماجي تنظيمونه او سول سوسائټۍ ټول په ګډه د ريليف او بحالۍ په كارونو كښې بوخت دي او دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې ځپليو ته زياته نه زياته مرسته باوري كړؤ۔ ده ووئيل دې مقصد لپاره زه كراچۍ ته د يوې اوونۍ په دوره راغلے يم دغسې چې سوداګرې ورورولۍ ٬ سرمايه كارو ٬ ميډيا ٬ سياسي لارښودو او سماجي تنظيمونو سره ملاقاتونه وكړے شم۔ ده ووئيل د كراچۍ شتمندو او بزنس كميونټي له به ځپلي اولس سره مرسته كول وي دغسې چې هغوي په خپلو پښو اودرېږي۔ دوهم چيئرمېن په خپل بيان كښې ووئيل دا وخت د هېواد او قام د يو موټے كېدو سره د سختو حالاتو د مقابلې دے۔ مونږ له به د خپلو خوېندو وروڼو د زړه له كومي مرسته كول وي دغسې چې هغوي يو وارې بيا خپل ژوند په غوره ډول تېر كړے شي۔ ده ووئيل د قام اصل طاقت په يووالي او د يو بل په مرسته كښې وي او هم دا جذبه به موجوده ستونزمندو حالاتو څخه د اولس ويستلو كښې مرستياله ثابته شي۔










