اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان قام ٬ پوځ او شهيدانو ته په غوره ټكو د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي 6 ستمبر زمونږ د قامي تاريخ يو زرين باب دے كوم چې ګردې نړۍ ته دا حقيقت په ډاګه كړے چې پاكستانے قام او پوځ د پاكستان د آزادۍ ٬ خپلواكۍ او قامي وقار تحفظ لپاره له كومې هم قربانۍ نه سرغړونه نه …
د كال 1965ء جنګ كښې دښمن د عبرتناكې ماتې سره مخ شوے ٬ د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان د دفاع ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان قام ٬ پوځ او شهيدانو ته په غوره ټكو د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي 6 ستمبر زمونږ د قامي تاريخ يو زرين باب دے كوم چې ګردې نړۍ ته دا حقيقت په ډاګه كړے چې پاكستانے قام او پوځ د پاكستان د آزادۍ ٬ خپلواكۍ او قامي وقار تحفظ لپاره له كومې هم قربانۍ نه سرغړونه نه كوي٬ لكه څنګه چې په كال 1965ء كښې دښمن عبرتناكې ماتې سره مخ كړے شو او نن يۍ هم په نړيواله كچه له رسوايۍ او ناكامۍ نه غېر بل څه موندلے نه دي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دفاع ورځې په موقع په خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل د كال 1965ء په جنګ كښې چې پاك پوځ د كومې مړانې ٬ حوصلې او زړورتيا څرګندونه وكړه هغه راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دے۔ ده ووئيل شهيدانو او غازيانو تل د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د پولو حفاظت كړے او نړۍ ته يۍ دا پېغام وركړے چې پاكستانے اولس او پوځ يو روح ٬ يو زړه او يو مقصد لري۔ ده ووئيل د دفاع ورځ د يو لوظ ٬ نظريې او پېغام ورځ ده چې د پاكستان بقا او پرمختګ د ټول قام د ګډې ذمه واري ده۔ په خپل پېغام كښې ده د هېواد دفاع مضبوطولو لپاره د پاكستان مسلم ليګ د ستر لارښود او پخواني ويراعظم د خذمات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ په لاره روان دے۔ ده د چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل عاصم منېر مشرتابه ته هم پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه په اوسني پاك هند جنګ كښې چې كومې مؤثرې تګلارې سره دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړو هغې سره د پاكستان وقار په نړۍ كښې زيات شو۔ سېدال خان ووئيل د شهيدانو قربانۍ مونږ ته دا پېغام راكوي چې د وطن سلامتيا تر ټولو وړومبۍ ده ، پاكستان يو عظيم امانت دے او د دې حافظت په هر حال كښې لازم دے۔ ده ووئيل مونږ له به نن دا لوظ كول وي چې مونږ به پاكستان د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ مركز جوړولو له خپلې انفرادي او اجتماعي ذمه ارۍ په ايماندارۍ سره ترسره كوو










