په سخت وخت كښې سيلاب ځپلو سره يو برابر ولاړ يوو: سيد يوسف رضا ګيلاني

ملتان۔ 05 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي دا مهال سېلاب ځپلي د سخت پړاؤ څخه تېريږي او دوئي به په هېڅ صورتحال يوازې پرې نه ښودلې شي۔ په دې سخت وخت كښې مونږ دوئي سره ولاړ يوو٬ وفاقي وزیر مخدوم سید تنویر الحسن ګیلانی زمونږ د كورنۍ او ملتان وياړ ؤ ٬ هغه د دين خذمت سره سره زده كړو ته ودې …

ملتان۔ 05 ستمبر (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي دا مهال سېلاب ځپلي د سخت پړاؤ څخه تېريږي او دوئي به په هېڅ صورتحال يوازې پرې نه ښودلې شي۔ په دې سخت وخت كښې مونږ دوئي سره ولاړ يوو٬ وفاقي وزیر مخدوم سید تنویر الحسن ګیلانی زمونږ د كورنۍ او ملتان وياړ ؤ ٬ هغه د دين خذمت سره سره زده كړو ته ودې وركولو كښې هم خپل كردار ترسره كړو٬ ارواښاد په ملتان كښې د لاس كالچ په شمول د يو شمېر تعليمي ادارو بنياد اېښودو سره د خپلو مشرانو روايت په ځاے وساتلو٬ هيله ده چې د هغه زوي عمران الحسن ګیلانی به هم د خپل پلار روايت په ځاے ساتلو سره د تعليم په وده كښی خپل كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ارواښاد مخدوم سید تنویر الحسن د څلوېښتۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ سید یوسف ګیلانی سېلاب ځپليو سره خواخوږي ښكاره كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ ستاسو سره يو برابر ولاړ يوو او تاسو به يوازې پرې نه ښودلې شۍ۔

مزید خبریں