اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د آزادۍ او فلسطيني رياست قيام لپاره د فلسطين اولس د منصفانه هلو ځلو لپاره د پاكستان د غېر متزلزل يو والي پخلے كړے دے ۔د خارجه دفتر له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د فلسطين پلاوي سره په خبرو كښې كړې د كوم مشري چې د فلسطين صدر صلاحكار او …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د فلسطين اولس منصفانه هلو ځلو له د پاكستان د غېر متزلزل يو والي پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د آزادۍ او فلسطيني رياست قيام لپاره د فلسطين اولس د منصفانه هلو ځلو لپاره د پاكستان د غېر متزلزل يو والي پخلے كړے دے ۔د خارجه دفتر له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د فلسطين پلاوي سره په خبرو كښې كړې د كوم مشري چې د فلسطين صدر صلاحكار او سپريم جج محمود الهباش كوله ۔خارجه دفتر ته د راتګ په موقع نائب وزيراعظم ووئيل زه د فلسطين پلاوي په هركلي كولو خوشحاله شوے يم۔ دغسې ملاقات كښې د فلسطيني اولس آزادۍ٬عزت او رياست لپاره د فلسطينيانو د منصفانه هلو ځلو له د غېر متزلزل يو والي پخلے وشو ۔نائب وزيراعظم ووئيل په ملاقات كښې د جون 1967 څخه په وړاندې پولو اډانه د يو آزاد او خپلواكه رياست فلسطين لپاره قوي ملاتړ يو ځل بيا رامخې ته كړے شو د كوم چې دارالحكومت القدس شريف وي۔نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل په ملاقات كښې د خپلو فلسطينيانو وروڼو او خوئېندو ملاتړ جاري ساتلو له وعده وكړې شوه ۔










