اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) مخالفې ډلې د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د غونډې بائيكاټ وكړو٬ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د سېلاب په صورتحال ٬ د افغانستان په زلزله او په بلوچستان كښې د سياسي ګوند په جلسه ترسره شوي بريد باندې بايد ايوان كښې بحث وكړے شي ۔ د جمعې په ورځ ګوهر علي خان د اعتراض په نكته ووئيل په پنجاب كښې د سېلابي …
د قامي اسمبلۍ غونډه ٬ د اپوزيشن بائيكاټ ٬ جے يو آئي شامل نه شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) مخالفې ډلې د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د غونډې بائيكاټ وكړو٬ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د سېلاب په صورتحال ٬ د افغانستان په زلزله او په بلوچستان كښې د سياسي ګوند په جلسه ترسره شوي بريد باندې بايد ايوان كښې بحث وكړے شي ۔ د جمعې په ورځ ګوهر علي خان د اعتراض په نكته ووئيل په پنجاب كښې د سېلابي صورتحال د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان افسوس لرو ٬ خو مونږ ته د خبرو كولو موقع نه راكړې كېږي۔ مونږ سره زياتې روان دے ځكه مونږ به د دې برخه نه جوړېږؤ او بائيكاټ به كوو۔ ده ووئيل مونږ اېن ډي اېم څخه هم ګيلمند يوو هغوي هم مرسته نه ده كړې۔ سپيكر ووئيل په مهمو موضوعات بحث كيږي ځكه خواست كوم چې د دې برخه جوړ شئ۔ ده ووئيل په اېن ډي اېم كښې په زړه پورې بريفنګ وركړے شوے او كه اپوزيشن غواړي نو دوئي لپاره به د بېل بريفنګ اهتمام وكړے شي۔د قانون وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ ووئيل عدالت چې كله امر وكړي د دوئي لارښود به خوشے كړے شي۔ ده ووئيل دوئي له به د سېلاب په شمول په نورو ستونزو د خپلې حلقې نمائندګي كول وي د كومو په ووټونو چې دلته راغلي دي۔ وروستو اپوزيشن ايوان څخه واك آؤټ وكړو بياهم جمعيت علماﺀ اسلام يۍ ملګرتيا ونه كړه۔










