اسلام آباد۔3 ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په كوئټه سرياب روډ د بي اېن پي په غونډه ترسره شوے ځانمرګے بريد غندلو سره د دې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده په بريد كښې د سردار اختر مېنګل او محمود خان اچكزئی په سلامت پاتې كېدو د پاك پروردګار شكر ادا كړو۔ د شورو …
سپيكر سردار اياز صادق د بي اين پي په غونډه ترسره شوے ځانمرګے بريد وغندلو
اسلام آباد۔3 ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په كوئټه سرياب روډ د بي اېن پي په غونډه ترسره شوے ځانمرګے بريد غندلو سره د دې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده په بريد كښې د سردار اختر مېنګل او محمود خان اچكزئی په سلامت پاتې كېدو د پاك پروردګار شكر ادا كړو۔ د شورو په ورځ د غندنې په خپل بيان كښې سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره د ترهګرۍ دا كارروائي زياته بزدلانه او د شرم وړ وګرځوله۔ ده ووئيل د بې ګناه او سياسي كارمندانو ژوند سره لوبې كوونكي ترهګر د انسانيت دښمنان دي۔ هندي سپانسرډ خوارج د بلوچستان امن لمينځه وړل غواړي۔ ده ووئيل دا ډول بزدلانه كارروايۍ د ترهګرۍ په ضد د قوم عزم كمزورے كولے نه شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په دې كارروائيو كښې د ككړو عناصرو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ سپیکر سردار ایاز صادق شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه












