پينډۍ 02 ستمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیر حنیف عباسی د نهې په ورځ د پينډۍ سوئی ګیس سب ریجنل آفس باقاعده پرانسته وكړه۔ د دې آفس جوړولو مقصد اولس له آسانۍ د هغوي تر درشل رسول او د وګړو مسئلې په وخت حل كول دي۔ افتتاحی دستورې ته وينا كښې وفاقی وزیر ووئيل تېر وخت كښې به د پينډۍ وګړي د ګاز مسئلو حل كولو له سوهان …
د ګاز نوي سب ریجنل آفس جوړيدو سره به د وګړو مسئلې په ځايي كچه حل شي: د ريلوے وفاقی وزیر حنیف عباسی
پينډۍ 02 ستمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیر حنیف عباسی د نهې په ورځ د پينډۍ سوئی ګیس سب ریجنل آفس باقاعده پرانسته وكړه۔ د دې آفس جوړولو مقصد اولس له آسانۍ د هغوي تر درشل رسول او د وګړو مسئلې په وخت حل كول دي۔ افتتاحی دستورې ته وينا كښې وفاقی وزیر ووئيل تېر وخت كښې به د پينډۍ وګړي د ګاز مسئلو حل كولو له سوهان ته تلل چې له امله يۍ ستونزو سره مخ وو۔ د نوي سب ریجنل آفس جوړېدو نه پس به اوس دا مسئله په ځائې كچه حل شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزیراعظم په سپارښتنه د اربونو روپو پرمختيائي منصوبې د دې حلقے اولس له وركړې شوي كوم چې نه يواځې د پينډۍ د پرمختګ او سوكالۍ يو نوے باب دے بلكه د اولس د خدمت د عزم عكاسی هم ده۔












