پېنډۍ 02 ستمبر(اے پي پي) د پاك بحریه مشر ایډمرل نوید اشرف سره د بحرېن ډیفنس فورس چیف آف سټاف لېفټېننټ جنرل ذیاب بن صقر نیول هیډكوارټرز كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې دواړو د دوه اړخيزه دفاعي اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔ د نهې په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د شريكې خوښې په …
ایډمرل نوید اشرف سره د بحرین ذیاب بن صقر ملاقات، دوه اړخيزه دفاعی اړيكې لا قوي كولو له د عزم پخلے
پېنډۍ 02 ستمبر(اے پي پي) د پاك بحریه مشر ایډمرل نوید اشرف سره د بحرېن ډیفنس فورس چیف آف سټاف لېفټېننټ جنرل ذیاب بن صقر نیول هیډكوارټرز كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې دواړو د دوه اړخيزه دفاعي اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔ د نهې په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو،د سيمي په امنيتي صورتحال او دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نیول چیف د ریجنل میری ټائم سكیورټی پټرولز د لارې سيمه كښې امن و سلامتیا لپاره د پاك بحریه په اقداماتو رڼا واچوله۔ د بحرین چیف آف سټاف ډیفنس فورس سيمه كښې بحری سكیورټی او استحكام له د پاك بحریه هڅي وستائلي۔ په ملاقات كښې د پاكستان او بحرین ترمينځه د دفاعی اړيكو د كار دائرې لا قوي كولو له د عزم پخلے وشو۔ د بحرین ډیفنس فورس چیف آف سټاف اوسنۍ دورې سره به د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د وسله والو ځواكونو ترمينځه اړيكې لا وده ومومي۔












