د سيلاب او بارانونو له امله د شوي زيان سروے روانه ده ،ځپليو له به معاوضه وركول باوري كولې شي۔ میاں معین وټو

اسلام آباد 02 ستمبر(اے پي پي) د اوبو ذخائرو وفاقی وزیر میاں معین وټو وئيلي چې د سېلاب او بارانونو دلاسه د شوي زيان سروے روانه ده٬ ځپليو له به معاوضه وركول باوري كولې شي، د وزيراعظم د هداياتو له مخې به په آبي ذخائر روان كار بشپړولے او د نوې ذخائرو منصوبه بندي كولې شي۔ د نهې په ورځ قومی اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل …

اسلام آباد 02 ستمبر(اے پي پي) د اوبو ذخائرو وفاقی وزیر میاں معین وټو وئيلي چې د سېلاب او بارانونو دلاسه د شوي زيان سروے روانه ده٬ ځپليو له به معاوضه وركول باوري كولې شي، د وزيراعظم د هداياتو له مخې به په آبي ذخائر روان كار بشپړولے او د نوې ذخائرو منصوبه بندي كولې شي۔ د نهې په ورځ قومی اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل معزز غړي نور عالم خان او نورو د سېلاب ځپليو د نمائندګۍ خپل حق او فرض ادا کړے كوم چې د ستائنې وړ دے، موجوده صورتحال كښې وزیراعظم د ځپليو په غم كښې برابر شريك دے، هغه وخت په وخت معلومات ترلاسه كوي او د فوري آسانيو رسولو احکامات جاري كوي۔ ده ووئيل جی بی، کے پی،اے جے کے، پنجاب،سندھ بلوچستان ټولو لپاره وزیراعظم فکر مند دے، حاجت د دے خبرې دې چې مونږ په دې اړه منصوبه بندی وكړؤ دغسې چې سباؤن كښې زيانونو څخه بچ پاتې شوو۔ ده ووئيل وزیراعظم د سېلاب مخنيوي لپاره د زیر تعمیر ډېمز بشپړولو، نوي بندونو جوړولو او نورو اقداماتو او منصوبو احکامات جاري كړي۔