اسلام آباد۔2ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار دار اياز صادق سره د پی اېس اېل فرنچائز لاهور قلندرز سی ای او عاطف رانا د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د ځوانانو په لوبو كښې د شاملولو اقدامات ستائلو سره ووئيل د ځوانانو صحي فعاليتونه د هېواد د روښانه سباؤن ضمانت دي۔ …
سپيكر سردار اياز صادق سره د سي اي او لاهور قلندرز عاطف رانا ملاقات
اسلام آباد۔2ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار دار اياز صادق سره د پی اېس اېل فرنچائز لاهور قلندرز سی ای او عاطف رانا د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د ځوانانو په لوبو كښې د شاملولو اقدامات ستائلو سره ووئيل د ځوانانو صحي فعاليتونه د هېواد د روښانه سباؤن ضمانت دي۔ ده ووئيل د پاكستان په ځوانانو كښې د ټېلنټ هېڅ كمې نشته۔ عاطف رانا ووئيل چې د لاهور قلندرز پلېئر ډوېلپمنټ پروګرام لاندې يو لاكھ څخه زياتو ځوانانو ته تربيه وركړې شوه۔ د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ځوانانو په لوبو كښې شاملول لومړۍ ترجيح ده۔ د لاهور قلندر مقصد عامو وګړو ته د لوبو او تفريح موقعې وركول دي












