د پاكستان معیشت او دفاع په محفوظ لاسونو كښې ده۔ حنیف عباسی

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د ريلوے وزیر حنیف عباسی وئيلي چې د پاكستان معیشت او دفاع په محفوظ لاسونو كښې ده،بايد مونږ د وائرل كېدو په شوق كښې په بیوروكرېسی او كنټرېكټرز تنقید كولو سره د خپل حكومت كاركردګۍ ته زيان ونه رسوو۔ د نهې په ورځ قومی اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندوني سره ده ووئيل ګڼ شمير كورونه او وګړي سېلاب كښې لاهو شوي او يو …

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د ريلوے وزیر حنیف عباسی وئيلي چې د پاكستان معیشت او دفاع په محفوظ لاسونو كښې ده،بايد مونږ د وائرل كېدو په شوق كښې په بیوروكرېسی او كنټرېكټرز تنقید كولو سره د خپل حكومت كاركردګۍ ته زيان ونه رسوو۔ د نهې په ورځ قومی اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندوني سره ده ووئيل ګڼ شمير كورونه او وګړي سېلاب كښې لاهو شوي او يو شمير وګړي بے كوره شوي۔ ده ووئيل مونږ دلته په بیوروكرېسی تنقید كوو، دې ايوان ته سپكې وايوو،بايد مونږ په حكومتی بنچونو د اپوزیشن رویه خپله نه كړؤ۔ ده ووئيل كه زما په حلقه كښې كوم تجاوزات وي نو د هغې مخنيوې زما ذمه واري ده، پنډۍ كښې د بارانونو او سېلاب په مهال مونږ بشپړه كار كړې۔ده ووئيل بیوروكرېسی او دې پارلیمان كښې په هر ځائې كښې ښه او خراب خلك شته،بايد دلته ودرېدلو سره هغوي ته سپكي توري ونه وئيلي شي۔مونږ كتلي چې حكومت كښې پالیسو سره په اختلاف وزیر مستعفی شوې خو د ګوند سره ئې خپل تړون ساتلے۔