اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی ( این ډی اېم اے) سېلاب ځپليو سيمو ته د رشن رسولو لړۍ روانه ساتلې ٬ په دې لړ كښې چنیوټ لپاره په امدادی راشن مشتمل 8 ټركونه لېږلې شوي دي۔ د نهې په ورځ د اېن ډی اېم اے میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې اېن ډی اېم اے صوبائی حكومتونو سره په ګډه ځپليو …
این ډی ايم اے سيلاب ځپليو سيمو ته د راشن رسولو لړۍ روانه ساتلې ٬ چنیوټ لپاره 8 ټركونه ولېږل شول
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی ( این ډی اېم اے) سېلاب ځپليو سيمو ته د رشن رسولو لړۍ روانه ساتلې ٬ په دې لړ كښې چنیوټ لپاره په امدادی راشن مشتمل 8 ټركونه لېږلې شوي دي۔ د نهې په ورځ د اېن ډی اېم اے میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې اېن ډی اېم اے صوبائی حكومتونو سره په ګډه ځپليو سيمو كښې د مرستې هلي ځلي رواني ساتلي دي، د پنجاب سېلاب ځپليو سيمو ته په سمدستي توګه د مرستې سامان رسولې شي۔ د خوراك څښاك په 22 آئټم مشتمل راشن بېګز نارووال،سیالكوټ، حافظ آباد او وزیر آباد ته لېږلې شوي دي۔ دغسې این ډی اېم اے به جھنګ لپاره هم د مرستې سامان لېږي۔ د وزیراعظم په سپارښتنه این ډی اېم اے د مرستې نورې هلې ځلې هم روانې ساتلي دي۔ این ډی اېم اے د ځپليو د بحالۍ عزم لري او ټولو ادارو سره په ګډه كار كوي۔












