اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د سرمايه كارۍ وفاقی وزیر قېصر احمد شېخ وئيلي دي چې د سېلاب د لاسه رامخې ته كېدونكو زيانونو څخه بچ كېدو لپاره په هېواد كښې نوي بندونو جوړول د وخت مهم ضرورت دے۔ د نهې په ورځ د پارلیمنټ په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل سېلابی اوبه زمونږ هېواد ته پرله پسې زيان رسوي او هر كال ګڼ …
د سيلاب مخنيوي لپاره نوې بندونو جوړول د وخت ضرورت دے: وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د سرمايه كارۍ وفاقی وزیر قېصر احمد شېخ وئيلي دي چې د سېلاب د لاسه رامخې ته كېدونكو زيانونو څخه بچ كېدو لپاره په هېواد كښې نوي بندونو جوړول د وخت مهم ضرورت دے۔ د نهې په ورځ د پارلیمنټ په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل سېلابی اوبه زمونږ هېواد ته پرله پسې زيان رسوي او هر كال ګڼ شمير كسان ځپلې كيږي لهٰذا د دې مسئلې به مستقل حل لټول وي۔ وفاقی وزیر ووئيل زه په ذاتی توګه د سېلاب ځپليو مرستي لپاره د خپلي 18 مياشتو تنخا وركولو اعلان كوم۔ ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه دې خپل منځه اختلافات يو اړخ ته كولو سره د هېواد او قوم سباؤن لپاره يو موټې شي۔ قیصر احمد شیخ ووئيل چین د خپل اولس پرمختګ ته پام لرنه كوي او 7 كروړه كسان يۍ بې وزلۍ څخه وېستلو سره نړۍ كښې يو مثال جوړ كړے دے۔ده ووئيل د بندونو جوړول ضروري دي دغسې چې هر كال تباهۍ او زيانونو څخه بچ پاتې شوو۔












