د وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم د سي ايچ ايس پلس غونډو كښې خبرې اترې، د شريك احترام او سفارتکارۍ د لارې د شخړو په سوله ايز هواري زوروزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو صدور او د ډائيلاګ پارټنر هېوادونو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كړي٬

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غونډه كښې د پاکستان د باور وړ همكار په توګه د كردار ترسره كولو باور وركولو په غړو هېوادونو زور راوړې چې د شريك احترام او سفارتکارۍ د لارې دې شخړو په سوله ايز ډول هواري كړې شي۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د شنګھائي …

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غونډه كښې د پاکستان د باور وړ همكار په توګه د كردار ترسره كولو باور وركولو په غړو هېوادونو زور راوړې چې د شريك احترام او سفارتکارۍ د لارې دې شخړو په سوله ايز ډول هواري كړې شي۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د شنګھائي مرستې تنظيم د سي ايچ ايس پلس غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف په ګڼ اړخيزه نظام، د ملګرو ملتونو مقصدونو او اصولو احترام كول او د شخړو په سوله ايز ډول د حل په ضرورت زور راوړو٬ په کثير الجهتي نظام د پاکستان د پوخ باور څرګندونه كولو سره ده د خبرو اترو، شريك احترام او د جامع سفارتکارۍ په ځائ ساتلو مشوره وركړه۔ ده ووئيل بايد اېس سي او په جدت اډانه پرمختګ خپله ترجيح جوړه كړي۔ ده د اېس سي او پرمختګ كښې د مرستې د عزم هركلي كولو سره باور وركړٶ چې پاکستان به د يو باور وړ همكار په توګه خپل كردار لوبوي۔ د بيان له مخې وزيراعظم د 31 اګست نه تر ستمبر وړومبۍ نيټې د چين په تيانجن ښار كښې د صدر شي جن پنګ په مشرۍ كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د هېوادونو مشرانو په غونډه كښې په “سي اېچ اېس” او د “سي اېچ اېس پلس” په غونډو كښې د پاكستان پلاوي مشري كولو سره ګډون كړې۔ د ملګرو ملتونو مقصدونو او اصولو احترام پخلي كولو سره وزيراعظم ووئيل د اېس سي او غړي خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت سره سره د ټولو نړيوالو او دوه اړخيزه لوظنانو احترام كوي ۔ ده هيله ولرله چې د اېس سي او غړې به په دې اصولو عمل وكړي۔ ده د اېس سي او غړو هېوادونو ترمېنځه د موجوده لوظنامو له مخې د اوبو مناسب برخې ته د خنډانو نه غېر په رسنه زور راوړو٬ ګاٶنډي هېوادونو سره د اړيكو په تناظر كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د معمول له مخې اړيكو كښې خوښې لري٬ په محاذ آرائۍ مذاكراتو او سفارت كارۍ ته ترجيح وركوي٬ ده په سوئيلي آسياء كښې تل پاتې امن باوري كوول لپاره په ټولو تصفيه طلب شخړو خبرو اترو لپاره جامع او په منظمه مکالمه زور راوړو۔ وزيراعظم د رياستي ترهګرۍ پشمول د هر ډول ترهګرۍ غندنه كولو سره ووئيل چې پاکستان سيمه ايز او نړيوال استحكام لپاره د ترهګرۍ مخنيوي په لړ كښې عظيمې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل چې پاکستان د جعفر ايکسپريس ټرين پېښه او بلوچستان او په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ په يو شمېر بريدونو كښې د غېر ملكي لاسونو ملوث كېدو ناقابل ترديد ثبوت لري۔ وزيراعظم د خپل حکومت د اقتصادي بدلون د منصوبو خاكه وړاندې كړه۔ وزيراعظم په ښكاره توګه د غزه په ضد د اسرائيل د غېر انساني پوځي كاروائۍ عندنه كولو سره په سمدستي توګه او د غېر مشروط جنګ بندۍ مطالبه وكړه۔ ده د اېس سي او په غړي هېواد ايران د بريد غندنه وكړه٬ په افغانستان كښې عدم استحکام سره د اېس سي او د ټولې منطقې په پرمختګ د منفي اثراتو ذكر كولو سره وزيراعظم شهباز افغانستان سره په بامعني خبرو زور راوړو۔ وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم د سيمه ايزو رابطو او د اقتصادي انضمام د وژن ستائنه كولو سره د پاکستان تزويراتي جغرافيائي محل وقوع د شنګهائي مرستې تنظيم ټولې منطقې لپاره يو مثالي تجارتي او ټرانزټ مرکز په توګه رامخې ته كړو۔ ده سي پېك د سيمو ترمېنځه اقتصادي او تجارتي انضمام ترلاسه كولو لپاره يو اهم اقدام وګرځولو۔
د بيان له مخې سي اېچ اېس په غونډه كښې د اهم سيمه ايز او نړيوال ستراتېژك سياسي، سلامتي او د معاشي مسئلو، چيلنجز او د پيشرفت د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د شنګھائي مرستې تنظيم د سي ايچ اېس په غونډه كښې كونسل د مرستې په په بېلا بېلو څانګو كښې د يو شمېر پرېكړو او بيانونو منظوري وركړې٬ په سي اېچ اېس كښې منظور كرې شوې تيانجن اعلاميه كښې په اهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د اېس سي او د قيادت د خيالاتو خاكه وړاندې كړې شوې٬ سي اېچ اېس د اېس سي او غړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې په اړه د خبرو هركلے كړے دے٬ د دې نه علاوه په ګڼ اړخيزه تجارتي نظام، مصنوعي ذهانت، سائنسي، تکنيکي او اختراعي مرسته قوي كولو او ګرين انډسټري لپاره د مرستې په زياتولو زور راوړې شوې او تنظيم د دوه نوې مستقل ادارو، په ماسکو كښې د يونيورسل سينټر او په دوشنبے كښې د ترهګرۍ مخنيوي مركز كولو پشمول په دوه بېلا بېلو لوظنامه لاسليك كړے دے٬ کونسل په اقتصادي او د سلامتيا په څانګوه كښې جاري مرستې لپاره د بېلا بېلو منصوبو او لائحو هم منظوري وركړې ده۔ په غونډه كښې تر كال 2035ء د اېس سي او پرمختيائي لائحه هم خپله كړې شوې ده۔ په بيان كښې وئيلي شوې دي چې وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم د نوي ډائيلاګ پارټنر په توګه د لاٶ پيپلز ډيموکريټک ريپبلك هركلے كړے دے۔ ده د صدر شي جن پنګ د ګلوبل ګورننس انيشي ايټو هم هركلے وكړو او د تېر يو كال په مهال ئې د شنګھائي مرستې تنظيم د چين د قابل صدارت ستاېنه كړې۔ د مشرانو غونډې په موقع وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو صدور او د ډائيلاګ پارټنر هېوادونو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كړي چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او د سياسي، اقتصادي او تجارتي اړيكو د لا مستحكم كولو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د يادونې وړ ده چې په كال 2017ء كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د غړي جوړېدو نه وروسته پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم په ټولو هلو ځلو او ميکانزم كښې فعال او تعميري برخه اخستې ده٬ د دې نه علاوه د شنګھائي مرستې تنظيم ګڼ اړخيزه اېجندا ترلاسه كولو پاره ئې هر ډول ممكنه مرسته كړې٬ پاكستان تېر كال په 16 او 17 اکتوبر په اسلام آباد كښې د تنظيم د مشرانو (سي اېچ اېس) د غونډې كوربتوب كړے ٶ۔ د يادونې وړ ده چې سي اېچ اېس په شنګھائي مرستې تنظيم كښې د پرېكړې كولو د ټولو نه لوے فورم دے كوم چې تنظيم ته ستراتېژك ٬ سياسي او امنيتي سمت وركوي٬ شنګھائي مرستې تنظيم د سي اېچ اېس د اعلاميو، بيانونو او د اهم پرېكړو منظوري وركري۔