اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د پوليس په چيك پوسټ د فتنه الخوارج ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فتنه الخوارج 3 بريد كونكو ترهه ګرو په وژلو د ځواكونو د پېشه ورانه صلاحيتونه ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو …
وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د پوليس په چيك پوسټ د فتنه الخوارج ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د پوليس په چيك پوسټ د فتنه الخوارج ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فتنه الخوارج 3 بريد كونكو ترهه ګرو په وژلو د ځواكونو د پېشه ورانه صلاحيتونه ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو په وخت كاروائيو كولو سره خوارجيانو خپل ناپاكه عزائمو كښې ناكامه كړي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ترهه ګرو په مړانه د مقابله كولو په مهال شهيد شوې پوليس اهلكار نظام ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد شويو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ محسن نقوي ووئيل چې شهيد شوي پوليس اهلكار نظام په مړانه د ترهه ګرو مقابله كړی۔












