معركه حق كښې كاميابي ٬ د پاكستان رامخے ته كيدونكے نړيوال تشخص او سفارتي كاميابۍ ٬ د عسكري او سفارتي حكمت عملۍ د ځانګړي امتزاج عكاسي كوي

اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) په معركه حق كښې كاميابۍ څخه وروستو پاكستان د خپل عسكري قوت او سفارتي حكمت عملۍ امتزاج سره نړۍ ته د باور وركړے دے چې پاكستان يو ذمه وار ٬ امن خوښوونكے او سيمه ايز استحكام راوړونكے هېواد دے۔ پاكستان به د خپلې سلامتيا او خپلواكۍ كله هم سودا ونكړي۔ د ګل په ورځ د جاري شوو تفصيلاتو له مخې به معركه حق كښې له كاميابۍ …

اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) په معركه حق كښې كاميابۍ څخه وروستو پاكستان د خپل عسكري قوت او سفارتي حكمت عملۍ امتزاج سره نړۍ ته د باور وركړے دے چې پاكستان يو ذمه وار ٬ امن خوښوونكے او سيمه ايز استحكام راوړونكے هېواد دے۔ پاكستان به د خپلې سلامتيا او خپلواكۍ كله هم سودا ونكړي۔ د ګل په ورځ د جاري شوو تفصيلاتو له مخې به معركه حق كښې له كاميابۍ وروستو پاكستان نه يوازې په عسكري بلكې په سفارتي مېدان كښې هم د يو باوقار او ذمه وار رياست په توګه خپل ځان ښودلے دے۔ د دښمن د جارحيت په ضد بشپړ ځواب پاكستان يو مضبوط قوت جوړ كړو۔ د دغه كاميابۍ څخه وروستو حكومت او عسكري مشرتابه په ګډه په نړيواله كچه د پاكستان بيانيه رامخې ته كړه۔ د مهمو هېوادونو دورو د لارې دفاعي ٬ معاشي او تزويراتي همكارو ته نوې جهت وركړے شو۔ امريكې د پاكستان كردار تسليم كرو ٬ صدر ډونلډ ټرمپ پاكستان امن خوښوونكے او ذمه وار هېواد وګرځولو۔ د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په اعزاز كښې په وائټ هاؤس كښې د ضيافت اهتمام وكړے شو۔ په حكومتي كچه وزيراعظم شهباز شريف د تركيه ٬ ايران ٬ آذربائيجان ٬ سعودي عربستان او متحده عرب امارات دوه وكړه۔ په 30 او 31 جولائي د پاكستان او امريكا ترمينځه يوه تاريخ لوظنامه وشوه۔ امريكا سره په لوظنامه كښې د تیل ذخائرو وده ٬ ټېرف كښې كمي او ډيجيټل انفراسټركچر كښې مرسته شامله وه۔ وزیراعظم دا مهال د چين په تيانجن ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه كښې ګډون كوي۔ بلاول بھټو زرداری هم په نړيواله كچه د پاكستان دريځ په ډاګه كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ په معركه حق كښې كاميابۍ څخه وروستو پاكستان د خپل عسكري قوت او سفارتي حكمت عملۍ امتزاج سره نړۍ ته د باور وركړے دے چې پاكستان يو ذمه وار ٬ امن خوښوونكے او سيمه ايز استحكام راوړونكے هېواد دے۔ پاكستان به د خپلې سلمتيا او خپلواكۍ كله هم سودا ونكړي۔ د حكومت او عسكري مشرتابه تګلارې د پاكستان نړيوال پوزيشن مضبوط كړے دے او نړۍ د پاكستان قربانۍ ٬ بصيرت او وژن تسليموي۔