د وزيراعظم شهباز شريف او د آذربائيجان صدر الهام علييوف د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو كونسل غونډې په موقع ملاقات

تیانجن۔1ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د آذربائیجان صدر الهام علییوف د تجارت، سرمایه کارۍ، توان، مواصلات، دفاع، تعلیم او اولس سره د اولس په كچه دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو او د سيمو ايزو رابطو منصوبو او د اېس سي او په شمول د ګڼ اړخيز فرېم ورك لاندې د همكارۍ زياتولو په اهميت زور راوړلو سره په نړيوالو فورمونو د نزدې همغږۍ په ځاې ساتلو …

تیانجن۔1ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د آذربائیجان صدر الهام علییوف د تجارت، سرمایه کارۍ، توان، مواصلات، دفاع، تعلیم او اولس سره د اولس په كچه دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو او د سيمو ايزو رابطو منصوبو او د اېس سي او په شمول د ګڼ اړخيز فرېم ورك لاندې د همكارۍ زياتولو په اهميت زور راوړلو سره په نړيوالو فورمونو د نزدې همغږۍ په ځاې ساتلو ته سلا شوي دي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شریف او د جمهوریه آذربائیجان صدر الهام علییوف د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل غونډې په موقعه ملاقات وكړو۔ وزیراعظم د آذربائیجان او آرمینیا ترمينځه د امن لوظنامې په لاس ليك كېدو صدر علييوف ته مباركي وركړه۔ دواړو لارښودو د تجارت، سرمایه کارۍ، توان، مواصلات، دفاع، تعلیم او د اولس اولس سره تبادلو كښې د دوه اړخيزه مرستې دائره كار جاج واغست او د پاك – آذربائیجان اړيكو په زياتېدونكي رفتار يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو سيمه ايزې سوكالۍ او انضمام ته وده وركولو له د سيمه ايزو رابطو منصوبو او د اېس سي او په شمول د ګڼ اړخيزه فرېم ورك لاندې د همكارۍ زياتولو په اهميت زور راوړو۔ د آذربائیجان صدر د پاكستان په بېلو سيمو كښې په روان سېلابي صورتحال او د دې په نتيجه كښې په شوي ځاني او مالي زيان د ژور افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د آذربائیجان حکومت او اولس پاكستان سره ولاړ دے۔ وزیراعظم صدر الهام علییوف ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه