اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې پاکستان د اصلاحات ايجنډې مخ په وړاندې بوتللو عزم لري٬ چينائي سرمايه كارانو سره همكارۍ ته زيات اهميت وركوو۔ ده دا خبره په بيجنګ كښې د چين هونګتا سیکیورټیز چیئرمېن جِنګ فېنګ سره مهم ملاقات كښې وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل حكومت تلپاتے او بشپړه معاشي نمو لپاره اصلاحاتو ته د دوام وركولو عزم …
حكومت تلپاتے او بشپړه معاشي نمو لپاره اصلاحاتو ته د دوام وركولو عزم لري: د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب
اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې پاکستان د اصلاحات ايجنډې مخ په وړاندې بوتللو عزم لري٬ چينائي سرمايه كارانو سره همكارۍ ته زيات اهميت وركوو۔ ده دا خبره په بيجنګ كښې د چين هونګتا سیکیورټیز چیئرمېن جِنګ فېنګ سره مهم ملاقات كښې وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل حكومت تلپاتے او بشپړه معاشي نمو لپاره اصلاحاتو ته د دوام وركولو عزم لري۔ ده د نړيوال کرېډټ رېټنګ اېجنسیو د پاكستان په معيشت زياتېدونكې باور خوشبين وګرځولو او په دې خبره يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه چې په دې وروستيو ورځو كښې د پاكستان رېټنګ كښې بهتري رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل موډیز د پاکستان درجه بندی’’ سی اے اے 2 ‘‘ څخه زياتولو سره’’سی اے اے 1‘‘(مستحکم آؤټ لک)، فِچ’’ټرپل سی پلس‘‘ څخه’’بی مائنس‘‘(مستحکم آؤټ لک) او اسټیېډرډ اېنډ پُورز هم د پاکستان درجه بندی ’’ټرپل سی پلس ‘‘ څخه زياتولو سره’’بی مائنس ‘‘(مستحکم آؤټ لک) كړې ده۔ دواړو اړخونو په كېپتل ماركيټ كښې د همكارۍ په زياتولو او د پاكستان او چين مالياتي ادارو ترمينځه د رابطو په مستحكمولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان د اصلاحاتو ايجنډې مخ په وړاندې بوتللو عزم لري او چينائي سرمايه كارو سره همكارۍ ته زيات اهميت وركوي۔ ده ووئيل مونږ په ګډه داسې نوې موقعې پېدا كولې شوو كومې به چې د دواړو هېوادونو معيشتونه لا قوي كړي او مالياتي مرسته به نوې بامونو ته ورسوي












