د وزيراعظم په افغانستان كښې د زلزلې دلاسه په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه

اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف ختيز افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان افسوس كولو سره د پاكستان اولس او حكومت لخوا ځپليو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كړی۔د ګل په ورځ په "اېكس" خپل پیغام كښې وزيراعظم ووئيل چې د غم په دې سخت وخت كښې مونږ خپل افغان وروڼو او خوېندو سره د يو والي څرګندونه كوؤ …

اسلام آباد01 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف ختيز افغانستان كښې د زلزلې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان افسوس كولو سره د پاكستان اولس او حكومت لخوا ځپليو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كړی۔د ګل په ورځ په “اېكس” خپل پیغام كښې وزيراعظم ووئيل چې د غم په دې سخت وخت كښې مونږ خپل افغان وروڼو او خوېندو سره د يو والي څرګندونه كوؤ او هغوي سره هره ممكنه مرسته كولو له چمتؤ يوو۔ د يادونې وړ ده چې تېره شپه كابل او په پاكستان كښې د اسلام آباد په شمول په بېلو سيمو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي وو چې په نتيجه كښې يۍ په افغانستان كښې د قيمتي ځانونو ضايع كېدو سره سره زيات مالي زيان هم شوے دے