د صدر مملکت آصف علی زرداری سید علی ګیلانی ته د هغه د تلين په موقعه د عقيدت پېرزوئنې

اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د كل جماعتي حريت كنفرنس مؤسس لارښود سيد علي ګيلاني ته د هغه د تلين په موقعه د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغوي ټول ژوند د خپلواكۍ حق تحريك لپاره وقف كړو ٬ د هغه ژوند د قربانۍ او ثابت قدمۍ علامت دے۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له …

اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د كل جماعتي حريت كنفرنس مؤسس لارښود سيد علي ګيلاني ته د هغه د تلين په موقعه د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغوي ټول ژوند د خپلواكۍ حق تحريك لپاره وقف كړو ٬ د هغه ژوند د قربانۍ او ثابت قدمۍ علامت دے۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سيد علي شاه ګيلاني په څلورم تلين خپل پېغام كښې صدر مملكت آف علي زرداري ووئيل چې د سید علی ګیلانی ژوند د قربانۍ او ثابت قدمۍ علامت دے٬ د هغوي ذات په حق او انصاف باور لرونكو لپاره د لارې مشال دے۔ ده ووئيل د هند ظلم او زياتي د سيد علي ګيلاني عزم او مړانه كمزورې نه كړې شوه٬ د هغه دريځ كشميرې اولس د آزادۍ په تحريك ثابت قدم وساتل٬ پاكستان د سيد علي ګېلاني او كشميري اولس قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ صدرمملکت ووئيل د سيد علي ګېلاني وينه به د آزادۍ تحريك تل ژوندے ساتي او پاكستان به د كشميري اولس مقدمه په هر فورم پورته كوي۔ ده ووئيل هندي جبر د كشميري اولس حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ آصف علی زرداری ووئيل چې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق بايد وركړے شي۔ ده سيد علي ګيلاني لپاره د لوړو درجو دعا هم وكړه