وزیرِ اعظم شهباز شریف د شنګھائي مرستې تنظيم 25 مه سرمشريزه غونډه كښې ګډون لپاره ورسيد

تیانجن ۔1ستمبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د چین په تيانجن ښار كښې كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم 25 مه غونډه كښې ګډون لپاره ورسېد۔ د ګل په روځ كنونشن سېنټر ته په رسېدو د شنګھائی مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې برخه اخستونكو لارښودو سره ګروپ فوټو سېشن وشو په كوم كښې چې وزيراعظم ګډون وكړو۔ د چين صدر شي جن پنګ پرانستې خطاب سره غونډه په باقاعده توګه …

تیانجن ۔1ستمبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د چین په تيانجن ښار كښې كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم 25 مه غونډه كښې ګډون لپاره ورسېد۔ د ګل په روځ كنونشن سېنټر ته په رسېدو د شنګھائی مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې برخه اخستونكو لارښودو سره ګروپ فوټو سېشن وشو په كوم كښې چې وزيراعظم ګډون وكړو۔ د چين صدر شي جن پنګ پرانستې خطاب سره غونډه په باقاعده توګه پېل شوه۔ په خپل خطاب كښې د چين صدر د اېس سي او په اهدافو او مقاصدو رڼا اچولو سره ووئيل اېس سي او دا مهال يو ستر تنظيم جوړ شوے دے كوم چې د شريك باور او ګټو د اصولو له مخې مخ په وړاندې روان دے٬ اېس سي او هېوادونه د همكارۍ زياتولو پراخا امكانات او ګنجائش لري كومو څخه چې بايد استفاده وكړې شي۔ ده د تجارت او معيشت په شمول په بېلو څانګو كښې مېشته موقعو څخه د ګتې پورته كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د اولس په كچه تړون به زياتول وي۔