اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي چې د اوسني سېلاب صورتحال او فلډ ايمرجنسي په اړه د وزير اعظم د مصروفياتو په تناظر كښې دا مهال نېشنل انشورنس کمپني لميټډ (اين آئي سي ايل) او پاکستان ري انشورنس کمپني لميټډ (پي آر سي ايل) په چارو خبره كول مناسب نه ګڼم۔په ايکس خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل په دې …
د وزيراعظم د مصروفياتو په تناظر كښې دا مهال د اين آئي سي ايل او پي آر سي ايل په چارو خبره كول مناسب نه ده۔وفاقي وزير جام کمال خان
اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي چې د اوسني سېلاب صورتحال او فلډ ايمرجنسي په اړه د وزير اعظم د مصروفياتو په تناظر كښې دا مهال نېشنل انشورنس کمپني لميټډ (اين آئي سي ايل) او پاکستان ري انشورنس کمپني لميټډ (پي آر سي ايل) په چارو خبره كول مناسب نه ګڼم۔په ايکس خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل په دې اړه ميډيا او اړوندي ادارې ما څخه پرله پسې استفسار کوي۔ده ووئيل د وزير په حيث ، د بورډ چيئرمېن او وزير اعظم آفس سپارښتني له مخې بورډز ، د هغې د غړو او کمپنۍ کارکردګۍ جاج اخستلو په اړه زما نقطه نظر واضحه دے،د دې ذمه وارو ترمخه زه او وزارت درست پاليسي پريكړې كولې شو۔ وفاقي وزير ووئيل سېلاب ايمرجنسي صورتحال نه پس ان شااللہ زه به د پي آر سي ايل او اين آئي سي ايل په چارو وزير اعظم سره ملاقات کوم۔












