د پاك چين ملګرتيا د شريك باور ، احترام او مينې په بنياد قائم ده، پاك چين ملګرتيا مشعل اوس د ځوانانو په لاسو كښې دے۔وزيراعظم شهباز شريف تيانجن يونيورسټۍ كښې فيكلټي غړو او زدكونكو ته خطاب

تيانجن 31 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي چې د پاك چين ملګرتيا د شريك باور ، احترام او مينې په بنياد قائم ده،چين سره په قوي ملګرتيا وياړ كوو،پاكستان او چين په هر مشكل كښې د يو بل مرسته كړي،د غريبۍ ختمولو او شريكي سوكالۍ د صدر شي جن پنګ ويژن زمونږ لپاره د لارې مشعل دے، بدعنوانۍ او غريبۍ ختمولو ته حكومت پام لرنه كوي،مونږ …

تيانجن 31 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي چې د پاك چين ملګرتيا د شريك باور ، احترام او مينې په بنياد قائم ده،چين سره په قوي ملګرتيا وياړ كوو،پاكستان او چين په هر مشكل كښې د يو بل مرسته كړي،د غريبۍ ختمولو او شريكي سوكالۍ د صدر شي جن پنګ ويژن زمونږ لپاره د لارې مشعل دے، بدعنوانۍ او غريبۍ ختمولو ته حكومت پام لرنه كوي،مونږ له به د خپلو ځوانانو د صلاحيتونو څخه استفاده كول وي،پاك چين ملګرتيا مشعل اوس د ځوانانو په لاسونو كښې دے،راځئ چې په ګډه د هېواد د پرومختګ او سوكالۍ يو نوے باب جوړ كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ تيانجن يونيورسټۍ كښې فيكلټي غړو او زدكونكو ته وينا كښې وكړه،په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير احسن اقبال، وفاقي وزير عطا الله تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او د پلاوي نور غړي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل تيانجن يونيورسټۍ كښې موجودګي زما لپاره د فخر خبره ده،په وړومبي ځل كال 2017ء كښې ما د دې يونيورسټۍ دوره كړې وه او پاكستاني او چينائي زدكونكو سره مي ملاقات كړې ؤ،تيانجن يونيورسټي د علم او دانش ښه درسګاه ده، يونيورسټۍ ښه سائنسمدار او مفكر جوړ كړي،يونيورسټۍ څخه فارغ شوي زدكونكي د چين د پرمختګ په مزل كښې كردار ترسره كوي،د پاكستان زدكونكي ليدلو سره خوشحاله شوې يم،200 څخه زيات پاكستاني زدكونكي تيانجن يونيورسټۍ كښې تعليم ترلاسه كوي،زما ستاسو لپاره پيغام دے چې لوے څښتن تاسو له موقع دركړي چې دې لوئي درسګاه څخه جديد تعليم ترلاسه كوئ،د پاكستان عظيم سفيرانو په حيث محنت سره تعليم ترلاسه كړې،د وخت پابندي وكړئ او د پاكستان په پرمختګ كښې بشپړه كردار ترسره كړئ،پاكستان او چين ملګرتيا ته وده وركړئ د كومي ملګرتيا بنياد چې زمونږ وړومبي نسلونو اېښودلې ؤ۔ده ووئيل د پاك چين ملګرتيا په شريك باور ،احترام او ميني په بنياد قائم ده ٬ زمونږ ملګرتيا په هر وخت كښې آزمائلې وي ، پاكستان او چين په هر مشكل وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړي۔ده ووئيل ډير بدلونونه رامخې ته كيږي خو زمونږ ملګرتيا وخت سرڅه سره لا قوي كيږي،زمونږ منزل يو دے،پاك چين ملګرتيا او اړيكي دومره پخواني دي لكه څومره چې شاهراه ريشم ده، پاكستان او چين تاريخي او كلتوري اعتبار سره يو بل سره تړلي دي،دا زمونږ واضح ويژن دے چې پاكستان او چين ملګرتيا به عمر له قائم وي،شاهراه قراقرم د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا عظيم منصوبه ده،پاكستان د اسلامي نړۍ وړومبۍ هېواد ؤ كوم چې عوامي جمهوريه چين منلے ، 60 كاله وړاندې بيجنګ ته تلونكې وړومبې نړيوال پرواز كراچۍ څخه لېږلې ؤ،وزيراعظم ووئيل عظيم ختيز شاعر علامه محمد اقبال د چين قوم قابليت او صلاحيتونه پيژندلې ؤ،ختيز شاعر يوه پيړۍ وړاندې د چين د پرمختګ پيش ګوئي كړې وه،چين دا مهال د نړۍ تر ټولو لوئ معيشتونو كښې شامل دے او مونږ د پاكستاني په حثيت په دې فخر كوو، چين 80 كروړه څخه زيات كسان د غريبۍ څخه وېستلي دي يو دا لويه كاميابي او نړۍ لپاره ماډل دے،چين نن د نړۍ يو لوئ معاشي او پوځي طاقت دے، مونږ د چين سره په خپله قوي ملګرتيا وياړ لرو، چين ويژنري ليډر صدر شي جن پنګ د شريكې سوكالۍ ويژن ټوله نړۍ ستائلي،پاكستان د صدر شي جن پنګ د ويژن او فلسفے بشپړه حمايت كوي،اولسي ښېګړے ته د چين حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل صدر شي جن پنګ شريكه سوكالي،پرمختګ ودي او بدعنوانۍ په خاتمه باور لري هم دغه زمونږ په پاكستان كښې پاليسي ده،زما د حكومت په ضد د يوې روپۍ د كرپشن تور هم نشته،شفافيت او په زړه پوري محنت د قومونو تقدير بدلولې شي،د غريبۍ ختمول او شريكه سوكالي د صدر شي جن پنګ ويژن زمونږ لپاره دلارې مشعل دے،چين كه نن د نړۍ لوئ معاشي او پوځي قوت دے نو يواځې په خبرو نه بلكه عملي تګلارو سره ممكن شوے،صنعتي، زرعي، سائنس و ټيكنالوجي او نروو څانګو كښې پرمختګ لپاره پاكستان د چين پيروي كوي۔پاكستان او چين په زړه پوري ملګرتيا لري۔ده ووئيل د پاكستان 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده،مونږ له د چين د ماډل څخه زدكړي ته اړتيا ده۔ده ووئيل 30 زره پاكستانيان په چين كښې زدكړي ترلاسه كوي،مونږ له به د ځوانانو د صلاحيتونو څخه استفاده كول وي، دا زدكونكي جديد تحقيق عصري تعليم او فني پوهو څخه استفاده كوي،فني تربيه د نن دور ضرورت دے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ګڼ شمير زدكونكي چين ته تعليم و تربيې لپاره ليږو، 600 پاكستانيان زرعي ګريجويټس چين څخه خپله تربيه بشپړ كړي، هواوے كتاب څخه هم پاكستاني ځوانانو ته د آئي ټي په څانګه كښې هنر منده جوړولو پروګرام روان دے، مونږ د چين نورو كمپنيو سره هم د آئي ټي، اے آئي او نورو پروګرامونو ترلاسه كولو خوښي لرو،پاك چين ملګرتيا مشعل اوس د ځوانانو په لاسونو كښې دے،راځۍ چې په ګډه د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې باب جوړ كړو۔دې څخه وړاندې وزيراعظم د خپل خطاب پېل د قرآن پاك د آيات تلاوت څخه وكړو۔وزيراعظم په يونيورسټۍ كښې تعليم ترلاسه كونكو پاكستاني زدكونكو سره ملاقات وكړو، وزيراعظم ته د جامعه په اړه بريفنګ هم وركړې شو،وزيراعظم ته ووئيل شول چې تيانجن يونيورسټي شميره د چين پخوانو درس ګاهونو كښې كيږي،يونيورسټۍ كښې د انجينئرنګ، سائنس ،مينجمنټ ،قانون، آرټس او طب اعليٰ تعليم وركړې كيږي،تيانجن يونيورسټي د چين صنعتي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي،پاكستان او چين زدكونكو ترمينځه يونيورسټي د پل كردار ترسره كوي۔