اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سفارتي هلې ځلې د "پاکستان د اوسني تاريخ زيات فعاله دور" ګرځولو سره په منطقه او ګرده نړۍ كښې ترلاسه شوې مهمې سفارتي كاميابۍ اعلان كړي دي۔ د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال نائب وزيراعظم د جولائي او اګست په مهال د لوړې كچې دورو، پاليسي مباحثو …
سفارتي هڅې د پاکستان په اوسني تاريخ كښې تر ټولو زيات فعاله دور دے: د خارجه وزير اسحاق ډار ميډيا بريفنګ
اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سفارتي هلې ځلې د “پاکستان د اوسني تاريخ زيات فعاله دور” ګرځولو سره په منطقه او ګرده نړۍ كښې ترلاسه شوې مهمې سفارتي كاميابۍ اعلان كړي دي۔ د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال نائب وزيراعظم د جولائي او اګست په مهال د لوړې كچې دورو، پاليسي مباحثو او د ګڼ اړخيزه مصروفياتو تفصيلات وړاندې كړل او سيمه ايز امن٬ نړيوالې رابطې٬ تجارتي بحالۍ او په اصولي نړيواله مرسته كښې يۍ د پاكستان د خارجه پاليسۍ ښكاره بيانيه وړاندې كړه۔ په ملګرو ملتونو كښې د تاريخي مشرتابه او د نړيوالو سفارتي كاميابو حواله وركولو سره سينيټر اسحاق ډار ووئيل چې په دغه مهال مهم ايونټس شوي، پاکستان د يو شمېر غونډو مشري كړې چې پكښې د فلسطين يوه غونډه هم شامله وه٬ د پاکستان په مشرۍ كښې د شخړو سوله ايز حل لپاره يو متفقه قرارداد منظور شو كوم چې سفارتي سنګ ميل دے۔ ده زياته كړه چې د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې مو خپل موقف په موثره ډول وړاندې كړو٬ امريكا او اروپا سره په اړيكو كښې نوې پېشرفت شوے، په واشنګټن كښې په 28 جولائي د امريکا خارجه وزير مارکو روبيو سره په دوه اړخيزه، سيمه ايزو او په نړيوالو چارو تعميري خبرې وشوې ٬ د اټلانټک کونسل په څېر تھنك ټينکس ته وېنا وشوه۔ ده ووئيل په پاكستان كښې عدليه په خپلواكه توګه كار كوي٬ انګليسي بيانونه سياسي ګټې لپاره كارول د افسوس وړ دي۔ ده د اروپائي ائتلاف او د برتانيه فضائي بنديزونه لرې كېدل هم سفارتي کاميابي وګرځوله٬ په پي آئي اے د ائتلاف بنديزونه په 24 نومبر كال 2024 كښې اخوا كړې شوي وو او اوس د برتانيه بنديزونه هم ختم كړې شول٬ ستمبر كښې به مانچسټر لپاره پروازونه بيا پېل شي۔ اسحاق ډار د فلسطين په حواله د پاکستان د غير متزلزل ملاتړ توثيق كولو سره فرانس او د سعودي عرب په مشتركه كوربتوب كښې نړيوال كنفرنس او په 25 اګست په جده كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو په هنګامي غونډه كښې د خپل ګډون تذكره هم وكړه۔ ده ووئيل په دغه غونډه كښې پاکستان تش په نامه د ‘ګريټر اسرائيل’ منصوبه په واضح توګه مسترد كولو سره دا غېر قانوني او د نه قبلېدو وړ ګرځولے۔ ده د ايران-اسرائيل شخړې په مهال د پاكستان د سائيلنټ ډپلومېټ هڅو هم انکشاف وكړو چې په نتيجه كښې ئې ايران پاكستان خپل حقيقي دوست تسليم كړے٬ د ايران پارليمنټيرينز خپل پارلمان كښې د ‘شکريه پاکستان’ نغرې پورته كړي ٬ دا خپله زمونږ د سفارتي اقداماتو د كاميابۍ داستان بيانوي۔ ده په 20م اګست د کابل دوره “ګټوره او تذويراتي ګرځولې چرته چې پاکستان، چين او د افغانستان د خارجه وزيرانو ترمېنځه د كډوالو٬ د سرحدي سلامتيا، تجارت او په انفراسټرکچر درې اړخيزه خبرې شوې٬ “پاکستان-افغانستان-ازبکستان رېلوے لوظنامه شوې او چين په اصولي توګه سي پېك تر افغانستان پراخه كولو ته سلا شوے دے ٬ ده دا هم تصديق وكړٶ چې پاکستان او چين به په كال 2026 كښې د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځي۔ د چين په زراعت، کان کنۍ اور صنعتي سرمايه کارۍ كښې خوښي زياته شوې او زر پاكستاني ګريجويټس اعليٰ زرعي تعليم لپاره چين ته لېږلې كېږي۔ ده ووئيل د بنګله ديش د (23-24 اګست) دورې په مهال د بنګله ديش نيشنل پارټي (بي اېن پي) او د جماعت اسلامي پشمول د ټولو لويو ګوندونو مشرانو سره بشپړه سفارتي رابطه شوې٬ د وېزه ختمولو ، تجارتي مرستې او كلتوري تبادلو پشمول په يو شمېر څانګو كښې د مفاهمت په شپږ ياددښتونو لاسليك شوې۔ ده د سارك په بحالۍ زور راوړولو سره ووئيل چې بنګله ديش ډېر پلوي دے خو د يو هېواد مقاٶمت اوس هم خنډ دے٬ د برتانيه خپلې دورې د (17-19 اګست) په مهال اسحاق ډار ډپټي وزيراعظم اينجلا رينر، پارليمنټيرينز او د دولت مشترکه سيکرټري جنرل سره ملاقات كړې۔ نائب وزير اعظم ووئيل د پاکستان خارجه پاليسي اقتصادي مفاداتو سره تړلے ده، مونږ سيمه ايزې خبرې اترې او نړيوالې مكالمې تشکيل كوٶ، زمونږ خارجه پاليسي په اصولو اډانه ده او د پاكستاني اولس د هيلو له مخې ده۔ ده دا هم انکشاف وكړو چې “برتانيه-پاکستان بزنس ايډوائزري کونسل” جوړ كړے شوے دے دغسې چې د تجارت او سرمايه كارۍ په جريان كښې اضافه وشي دې سره به د پاکستان د اقتصادي سفارتکارۍ عزم ته وده ترلاسه شي۔ د خپلې وېنا په پايې كښې وزير خارجه اسحاق ډار ووئيل خواه په نړيوال فورمز كښې مشغولتيا وي، سيمه ايز تجارتي اقدامات وي يا په شخړو كښې ثالثي، پاکستان په يو باوري او فعاله سفارتي لاره روان شوے دے ۔ ده زياته كړه چې د پاكستان د خارجه پاليسۍ كاميابۍ نه يوازې نړيوالې اړيكې قوي كوي بلكې د هېواد اقتصادي استحكام او پرمختګ لپاره هم مرستياله ثابتېږي۔












