د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پنجاب سېلاب ځپليو سيمو دوره٬ په سېلاب ځپلې سيمو كښې د پاك پوځ د ځوانانو او د سوله انتظاميه د كوټلې هلو ځلو ستائنه

پېنډۍ 29 اګست (اے پي پي) د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په سېلاب ځپلې سيمو كښې د پاك پوځ د ځوانانو او د سوله انتظاميه د كوټلې هلو ځلو ستائنه كړې ده٬ ده باور وركړو چې په سېلاب كښې د ځپلې شوې ټولو مذهبي ځايونو پشمول د دربار صاحب كرتارپور به په ترجيحي بنيادونه اصل حالت كښې بحالولې شي۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي …

پېنډۍ 29 اګست (اے پي پي) د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په سېلاب ځپلې سيمو كښې د پاك پوځ د ځوانانو او د سوله انتظاميه د كوټلې هلو ځلو ستائنه كړې ده٬ ده باور وركړو چې په سېلاب كښې د ځپلې شوې ټولو مذهبي ځايونو پشمول د دربار صاحب كرتارپور به په ترجيحي بنيادونه اصل حالت كښې بحالولې شي۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نشان امتياز (ملټري)، هلال جرات د پنجاب د سېلاب ځپلې سيمو سيالکوټ سيکټر، شکرګړھ، نارووال او کرتاپور دوره كړې٬ د دې دورې مقصد د سېلاب صورتحال او د جاري رېسكيو او ريليف هلو ځلو جاج اخستل وو۔ سرلښكر ته په موجوده صورتحال او د بارانونو د راتلونكي سپل تيارو په اړه جامع بريفنګ وركړې شو۔ سرلښكر د پوځي ځوانانو او د سوله انتظاميه د كوټلې هلو ځلو ستائنه وكړه څوك چې په ځپلې سيمو كښې د اولس ځان بچ كولو او په مرسته كښې بوخ دي۔ سرلښكر په ځپلې سيمه كښې سکھ ټولنې سره هم وليدل او دوي له ئې باور وركړو چې په سېلاب كښې د ځپلې شوې ټولو مذهبي ځايونو پشمول د دربار صاحب كرتارپور به په ترجيحي بنيادونه اصل حالت كښې بحالولې شي۔ ده د دې خبرې تذكره وكړه چې د اقليتونو او د دوي د مذهبي ځايونو تحفظ ذمه واري د رياست او د دې د ادارو ده او پاكستان به د خپلو ذمه وارو په پالنه كښې هېڅ كسر نه پرېږدي٬ سکھ ټولنې د سيالکوټ سيکټر په سېلاب ځپلې سيمو كښې د سرلښكر هركلے وكړو او د افت په مهال د سول انتظاميه او د پوځ لخوا د خدماتو ئې مننه وكړه۔ سرلښكر د دربار صاحب کرتاپور فضائي معائنه هم وكړه۔ د سول انتظاميه نمائندګانو سره په خبرو كښې سر لښكر په وخت د ردعمل ستائنه وكړه د كوم په سبب چې كم ځاني او مالي زيان شوے۔ ځوانانو سره په ملاقات كښې سرلښكر د دوي د لوړو حوصلو٬ اپرېشنل تيارو او د قام د خدمت د جذبې ستائنه وكړه٬ ده په سختو حالاتو كښې د رېسكيو او ريليف اپرېشنز په مهال د اولس په خدمت كولو د پوځ د ځوانانو خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د دې نه وړاندې د ګوجرانواله كور كمانډر د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په راتګ د دوي هركلے وكړو۔