محسن نقوي سره امريكائي لنډمهاله سفير نيټلي بيكر وليدل

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي سره امريكائي لنډمهاله سفير نيټلي بېكر ليدلي چې پكښې د پاك امريكا د دوه اړخيزه اړيكو٬ پاكستان ته په امريكا كښې د مطلوب پاكستانيانو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په ملاقات كښې په ‎بارډر سيكورټي، د نشه اي توكو مخنيوي، كوسټ ګارډز او د فرانزك په څانګو كښې د مرستې په زياتولو …

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي سره امريكائي لنډمهاله سفير نيټلي بېكر ليدلي چې پكښې د پاك امريكا د دوه اړخيزه اړيكو٬ پاكستان ته په امريكا كښې د مطلوب پاكستانيانو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په ملاقات كښې په ‎بارډر سيكورټي، د نشه اي توكو مخنيوي، كوسټ ګارډز او د فرانزك په څانګو كښې د مرستې په زياتولو سلا راغله۔ د داخله وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې لنډمهاله سفير نيټلي بېكر په خېبرپښتونخوا او په پنجاب كښې د سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ محسن نقوي د صدر ټرمپ لخوا پاكستان كښې د تېلو پانګې زياتولو لپاره په ګډه د كار كولو بيان خوشبينه وګرځولو۔ ده ووئيل د امريكا سرمايه كار پاكستان كښې د تېلو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ څخه ګټه پورته كولې شي او دوي ته به هر ډول ممكنه سهولتونه وركولې شي۔ د امريكا لنډمهاله سفير ووئيل امريكا پاكستان سره اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ په دې موقع د داخله چارو وفاقي سيكرټري اېم خرم آغا او ايډيشنل سيكرټري مېجر جنرال نور ولي خان هم موجود ٶ۔