لاهور۔29اګست(اے پی پی) د وزیر اعظم شهباز شریف په احكاماتو د موسمياتي بدلون او مون سون په اثراتو په وخت قابو موندلو له به مؤثره پالېسي جوړولې شي٬ بېړنۍ وضعې څخه وتلو له وزيراعظم د لوړې كچې غونډې رابللو پرېكړه كړې ده په كومه كښې به چې د ټولو صوبو اعلی وزيران او د نورو اړوندو ادارو مشران ګډون كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا …
د وزيراعظم شهباز شريف بيړني صورتحال څخه وتلو لپاره د لوړې كچې غونډې رابللو پريكړه ٬ موسمياتي بدلون او د مون سون اثراتو څخه په وخت وتلو لپاره به مؤثره پاليسي جوړولې شي
لاهور۔29اګست(اے پی پی) د وزیر اعظم شهباز شریف په احكاماتو د موسمياتي بدلون او مون سون په اثراتو په وخت قابو موندلو له به مؤثره پالېسي جوړولې شي٬ بېړنۍ وضعې څخه وتلو له وزيراعظم د لوړې كچې غونډې رابللو پرېكړه كړې ده په كومه كښې به چې د ټولو صوبو اعلی وزيران او د نورو اړوندو ادارو مشران ګډون كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې پالېسۍ وركنګ پېپر به ټولو صوبائي حكومتونو سره شيئر كولې شي دغسې چې په دې بنياد يوه ګډه تګلاره جوړه كړې شي۔ بېړنۍ وضعې څخه وتلو له وزيراعظم د لوړې كچې غونډې رابللو پرېكړه كړې ده په كومه كښې به چې د څلورو واړو صوبو اعلی وزيران او د نورو اړوندو ادارو مشران ګډون كوي۔ د آزاد كشمير وزيراعظم او د ګلګت بلتستان وزيراعلی ته به هم غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركولې شي۔ وزيراعظم وئيلي دي چې د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په شمول په ټولو صوبو كښې د آبي ذخائرو جوړولو او د اوبو غوره انتظام لپاره تګلاره جوړولې شي۔ دا به مشاورت او د ټولو صوبو بشپړۍ همغږۍ سره جوړولې شي۔ وزیراعظم ووئيل موسمياتي بدلون يو حقيقت دے ٬بشپړه تيارۍ سره د قدرتي آفتونو زيان څخه بچ كېدل ممكن دي۔ ټولو صوبو ٬ آزاد كشمير ٬ ګلګت بلتستان او وفاق له به په ګډه د موسمياتي بدلون مضر اثرانو څخه اولس بچ كول وي ٬ دا يوه قامي مسئله ده كومه به چې ټولو له په ګډه حل كول وي












