اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د جمعې په ورځ د برطانوي هاؤس آف لارډز غړي لارډ پال سره په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د وياند له مخ په ملاقات كښې د پاكستان او برطانيې ترمينځه د قانونی تعلیم ښه كولو او د قانوني اصلاحات په څانګه كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ډائرېکټر لیګل ایجوکېشن …
د وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د برطانيې لارډ پال سره ملاقات ٬ د قانوني تعليم٬ قانوني اصلاحات په څانګه كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د جمعې په ورځ د برطانوي هاؤس آف لارډز غړي لارډ پال سره په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د وياند له مخ په ملاقات كښې د پاكستان او برطانيې ترمينځه د قانونی تعلیم ښه كولو او د قانوني اصلاحات په څانګه كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ډائرېکټر لیګل ایجوکېشن پاکستان بېرسټر اسامه ملك هم په دې موقعه موجود ؤ چا چې قيمتي رايې وركړې۔ په ملاقات كښې دواړو اړخونو د مضبوطو قانونی ادارو، نړيوال تعليمي بدلونونو او قانوني تربيت او اصلاحات كښې د نړيوالو غوره نمونو اختيارولو په اهميت زور راوړو۔ وفاقي وزير په پاكستان كښی معياري قانوني تعليم ته د ودې وركولو عزم څرګندولو سره ووئيل حکومت تلپاتې او مؤثر اصلاحاتو لپاره نړيوالو همكارانو سره په ګډه د كار كولو عزم لري۔ لارډ پال په پاكستان كښې قانونی فرېم ورک مضبوط جوړولو له روانې هڅې وستائلې او قانوني تعليم ٬ پالېسي جوړولو او د اداره جاتي پرمختګ په څانګه كښې همكاري زياتولو كښې يۍ خوښي ښكاره كړه۔ په پايه كښې په دې خبره سلا راغله چې دواړه هېوادونه به د قانوني ادارو ترمينځه د پرله پسې مكالمې ، د پروګرامونو تبادلې او ګډو اقداماتو له نورې موقعې لټوي












