اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د جمعې په ورځ د آئرلېنډ سفيرې مېري او نيل په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيكر په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان په نړيوالو موسمياتي بدلونونو كښې د ډېرې كمې برخې لرلو باوجود تر ټولو زيات اغېزمن كېدونكے هېواد دے۔ د اوسني سېلاب د لاسه رامخې ته شوې …
سپيكر سردار اياز صادق سره د آئرلينډ سفيرې ميري او نيل ملاقات
اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د جمعې په ورځ د آئرلېنډ سفيرې مېري او نيل په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سپيكر په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان په نړيوالو موسمياتي بدلونونو كښې د ډېرې كمې برخې لرلو باوجود تر ټولو زيات اغېزمن كېدونكے هېواد دے۔ د اوسني سېلاب د لاسه رامخې ته شوې زيانونه د كال 2022 سېلاب څخه زيات دي۔ د طوفاني بارانونو او د هند لخوا د راپرېښودلې شوې اوبو له امله په پاكستان كښې زياته تباهي شوې ده۔ د آئرلېنډ سفيرې په پاكستان كښې د سېلاب دلاسه په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ دې ووئيل په آئرلېنډ كښې د مېشته پاكستانۍ كميونټي د روغتيا په څنګه كښې خذمات د ستائنې وړ دي۔ د آئرلېنډ سفیرې په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د هر ډول مرستې باور وركړو












