د نيسپاك بورډ آف ډائرېكټرز بيا جوړولو لپاره د نامزدګۍ په اړه د پينل منظوري وركړه

اسلام آباد 28 اګست (اے پی پی) د سركاري ملكيتي ادارو لپاره كابينه كمېټۍ د نيسپاك بورډ آف ډائرېكټرز بيا جوړولو لپاره د نامزدګۍ په اړه د پينل منظوري وركړې ده ۔د كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې نېشنل انجينئرنګ سروسز پاكستان(نيسپاك)بورډ آف ډائرېكټرز بيا جوړولو په اړه د معاملې جائزه واخست۔ايس او ايز(ګورننس اينډ …

اسلام آباد 28 اګست (اے پی پی) د سركاري ملكيتي ادارو لپاره كابينه كمېټۍ د نيسپاك بورډ آف ډائرېكټرز بيا جوړولو لپاره د نامزدګۍ په اړه د پينل منظوري وركړې ده ۔د كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې نېشنل انجينئرنګ سروسز پاكستان(نيسپاك)بورډ آف ډائرېكټرز بيا جوړولو په اړه د معاملې جائزه واخست۔ايس او ايز(ګورننس اينډ آپرېشنز)ايكټ 2023 تقاضو له مخې د بورډ نامزدګۍ په اړه د كمېټۍ په سفارش د كابينې كمېټۍ د پينل منظوري وركړه۔پينل كښې جاويد اسلم محمد علي٬پير سعد احسن الدين٬عمر حسن او شهانه احمد علي شامل وو۔دا ټول شخصيات د قوي پيشه وره قابليت او اړوندې پوهې په بنياد غوره شوي۔غونډه كښې ووئيل شول د سركاري ادارو بورډ آف ډائرېكټرز جوړولو اهميت او هنګامي نوعيت له مخې دا ضرورې ده چې د نامزدګو انتخاب او جانچ پړتال عمل اړوندو محكمو او ادارو لخوا په وخت او په مربوط انداز بشپړ كړے شي دغسې چې په دې عمل كښې غېر ضروري ځنډ څخه رامخې ته نشي۔په غونډه كښې د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير ميا رياض حسين پيرزاده٬د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان٬د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسين مګسي٬د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري٬وفاقي سيكرټريز او اړوند وزارتونو٬محكمو او ريګوليټري ادارو سينئر چارواكو ګډون وكړو ۔