كوالالمپور 28 اګست (اے پی پی)د پاكستان او ملائېشيا دوه اړخيزه اقتصادي مرستې ودې لپاره اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(آئي سي سي آئي)او د آسيان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(اے سي سي آئي)كوالالمپور كښې د مفاهمت په يو يادښت(ايم او يو)لاس ليك كړے۔په دستوره كښې د آئي سي سي آئي سينئر نائب صدر عبدالرحمان صديقي او داتو محمد زمري ابو سامح٬د آسيان چيمبر آف كامرس نائب صدر اوز …
اسلام آباد چېمبرآف كامرس او د اے سي سي آئي كوالالمپور د مفاهمت په يادښت لاس ليك وكړو
كوالالمپور 28 اګست (اے پی پی)د پاكستان او ملائېشيا دوه اړخيزه اقتصادي مرستې ودې لپاره اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(آئي سي سي آئي)او د آسيان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(اے سي سي آئي)كوالالمپور كښې د مفاهمت په يو يادښت(ايم او يو)لاس ليك كړے۔په دستوره كښې د آئي سي سي آئي سينئر نائب صدر عبدالرحمان صديقي او داتو محمد زمري ابو سامح٬د آسيان چيمبر آف كامرس نائب صدر اوز د نامتو كاروباري استازو په موجودګۍ كښې لاس ليك وشو۔د آئي سي سي آئي لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دستورې مشري په ملائېشيا كښې د پاكستان سفارتخانې ټريډ كونسلر طاهره جاويد وكړه چا چې په پاكستان كښې د كاروباري موقعو لټون لپاره ملائېشيا كمپنو ته آسانۍ وركولو لپاره سفارت او د پاكستان حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو ۔ده په ملائېشيا كښې د خپل كاروبار زياتولو به مقصد د پاكستان سوداګرو لپاره د مرستې هم تصديق وكړو ۔په دې موقع د آئي سي سي آئي نائب صدر ناصر محمود چوهدري٬د ډيليګيشن كمېتۍ كنوينئر عمران منهار او د آسيان كمېټۍ كنوينئر چوهدري محمد علي هم موجود وو۔د ايم او يو له مخې دواړو چيمبرز د پاكستان او ملائېشيا كښې شريك تجارت٬ د سرمايه كارۍ موقعو او شريكو مينو فيكچرنګ آسانيو ته ودې وركولو ته اتفاق وكړو ٬دغسې نجي څانګې روابط به لا قوي كړی شي او د پائيدار پرمختګ نوې لارې به پېدا شي۔د يادونې وړ ده چ دا لوظ نامه د پاكستان او ملائېشيا اقتصادي روابط زياتولو٬صنعتي څانګې ته ودې وركولو او د شريكې خوشحالۍ لپاره دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو د شريك عزم عكاس ده۔












