د صنعتي څانګې ودې څخه د معاشي پرمختګ اهداف سر كېدے شي۔هارون اختر

اسلام آباد 28 اګست (اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت خاص مرستيال هارون اختر وئېلي دي د صنعتي څانګې ودې څخه د معاشي پرمختګ اهداف سر كېدے شي٬ د كوم هم هېواد پرمختګ كښې د صنعتي څانګې كردار ډېر مهم وي٬ د نوې صنعتي پالېسۍ جوړولو په اړه د شراكتدارو رائے باندې پوهې لپاره خاص كمېټۍ جوړه كړې شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د فيډرېشن آف …

اسلام آباد 28 اګست (اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت خاص مرستيال هارون اختر وئېلي دي د صنعتي څانګې ودې څخه د معاشي پرمختګ اهداف سر كېدے شي٬ د كوم هم هېواد پرمختګ كښې د صنعتي څانګې كردار ډېر مهم وي٬ د نوې صنعتي پالېسۍ جوړولو په اړه د شراكتدارو رائے باندې پوهې لپاره خاص كمېټۍ جوړه كړې شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د فيډرېشن آف پاكستان چيمبرز آف كامرس اينډ اينډسټري(ايف پي سي سي آئي)صدر عاطف اكرام شريخ په مشرۍ كښې بزنس كميونټۍ پلاوي سره ملاقات په مهال كړی۔پلاوي كښې پيټرن انچيف يو بي جي ايس ايم تنوير٬نائب صدر ايف پي سي سي آئي ذكي اعجاز او نور شامل وو۔پلاوي په كامياب انډسټريل پالېسۍ د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر له مباركي وركړه ۔په ملاقات كښې به نوې صنعتي پالېسۍ او بزنس كميونټۍ مسئلو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ده ووئيل د نوې قانون له مخې قرض دار ته يو كال مهلت وركړے شوے٬ د دې نه پس به عدالتي او قانوني كاروائي كولې شي۔ ۔هارون اختر خان ووئيل د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې د صنعتي څانګې كردار ډېر مهم وي۔ده ووئيل 7 زره ميګاواټ اضافي برېښنا موجود ده خو د ګرانې په سبب څوك هم اغستو لپاره چمتو نه دي٬ د بجلۍ د 7 سينټ يونټ په بيعه به هم ګټه وركوې۔ده ووئيل د نړۍ هر هېواد انډسټريلائزېشن ته ودې وركولو سره د پرمختګ په لاره روانېدے شي۔په دې موقع د ايف پي سي سي آئي صدر عاطف اكرام شيخ ووئيل د نوې صنعتي پالېسۍ په اړه د خاص مرستيال هارون اختر كردار د ستائنې وړ دے٬د نوې پالېسۍ له مخې به صنعتي څانګې لپاره ټيرف او پیداواري لګښت كښې كمے راشي٬ دغسې نوې صنعتي پالېسۍ څخه به د صنعتونو بحالي٬درآمدات كښې كمے او برآمدات كښې اضافه راشي۔ده ووئيل د كاروبار دوست او لانګ ټرم پالېسو جوړولو څخه هېواد د معاشي پرمختګ په لاره روانولې شي٬وزيراعظم شهباز شريف انډسټري ته رېليف وركولو او كاروباري لګښت كښې كمي لپاره سنجيده هڅې كوي۔