د هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ډرېپ په غونډه كښې روسيه سره د انسولين پيداوار جاج واخستلے شو

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال د هارون اختر خان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د ډرګ رېګولېټري اتهارټي آف پاكستان (ډرېپ) په غونډه كښې روسيه سره د انسولين پيداوار له د مشتركه منصوبې جاج واخستلے شو۔ په غونده كښې د روسيه حکومت استازي ډينس نزاروف، د صنعت او پيداوار سيکرټري سيف انجم او ډرګ ريګوليټري اتھارټۍ لوړ پورو …

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال د هارون اختر خان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د ډرګ رېګولېټري اتهارټي آف پاكستان (ډرېپ) په غونډه كښې روسيه سره د انسولين پيداوار له د مشتركه منصوبې جاج واخستلے شو۔ په غونده كښې د روسيه حکومت استازي ډينس نزاروف، د صنعت او پيداوار سيکرټري سيف انجم او ډرګ ريګوليټري اتھارټۍ لوړ پورو هم ګډون وكړو ۔ د صنعت او پېدوار وزارت له مخې غونډه كښې پاكستان كښې په ځائي كچه د انسولين جوړولو او روسيه سره په مشتركه منصوبې تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع هارون اختر خان ووئيل روسيه سره د انسولین مینوفیکچرنګ منصوبه به د دوه اړخيزه اريكو يو نوې بنياد وګرځي۔ ده زور راوړو چې د وزیراعظم په مشرۍ كښې غېر ملكي سرمايه كاري او د ټېكنالوي منتقلي به باوري كولې شي۔ هارون اختر خان زياته كړه چې په پاکستان كښې د انسولین جوړول به په پړاٶنو كښې كېږي او په دريو كالو كښې به بلك پروډکشن او د ټیکنالوجۍ د منتقلۍ ته عملي شكل وركولې شي۔ ده په دې خبره هم زور راٶړو چې د منصوبې كاميابۍ لپاره به شركتدارو كمپنو له سخته پابندي او عمل كول لازمي وي۔