د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د وزيراعظم شهباز شريف سره ټېلي فوني تماس٬ سېلاب څخه په شوو زيانونو د افسوس څرګندونه٬ د هر ډول ممكنه ملاتړ وړاندېز

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د پاکستان په بېلا بېلو سيمو كښې په قېمتي ځاني او مالي زيان د پاكستان اولس سره د يووالي څرګندونې كولو سره د هر ډول ممكنه ملاتړ وړاندېز كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د جمهوريه ترکيه صدر رجب طيب اردوان د …

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د پاکستان په بېلا بېلو سيمو كښې په قېمتي ځاني او مالي زيان د پاكستان اولس سره د يووالي څرګندونې كولو سره د هر ډول ممكنه ملاتړ وړاندېز كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د جمهوريه ترکيه صدر رجب طيب اردوان د ټېلي فون د لارې رابطه كړې۔ د ترکيه صدر ووئيل تركيه د مرستې كاروائيو په اړه د هر ډول ممكنه مرستې له چمتو دے۔ وزيراعظم په دې سخت وخت كحې د تركيه د صدر د جذبات او د دوي لخوا د زړه د اخلاصه د مرستې په وړاندېز مننه كولو سره ووئيل د ترکيه د صدر لخوا رابطه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي، ژورو او ورورلۍ اړيكو عكاس ده، دواړه هېوادونه عمر له يو بل سره اوږه په اوږده ولاړ پاتي دي۔ د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د سږ كال په پېل كښې د شوو خبرو په تناظر كښې هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ٬ د دې نه علاوه د چين په تيانجن ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې په مهال په خپل راتلونكي ملاقات هم خبرې وشوې۔