د چيئرپرسن سيده نوشين افتخار په مشرۍ كښې قامي ورثه او كلتور لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ قامي ورثه او كلتور لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرپرسن سيده نوشين افتخار په مشرۍ كښې شوې٬ په دې موقع خپلو خبرو كښې چيئرپرسن سيده نوشين افتخار ووئيل زمونږ ماشومان خپل كلتور او ورثې سره تړل ډېر ضروري دي، نوي كول له خپل كلتوري دود دستور او قامي تشخص سره پېوست پاتې كېدل ډېر مهم دي۔ دې په دې …

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ قامي ورثه او كلتور لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرپرسن سيده نوشين افتخار په مشرۍ كښې شوې٬ په دې موقع خپلو خبرو كښې چيئرپرسن سيده نوشين افتخار ووئيل زمونږ ماشومان خپل كلتور او ورثې سره تړل ډېر ضروري دي، نوي كول له خپل كلتوري دود دستور او قامي تشخص سره پېوست پاتې كېدل ډېر مهم دي۔ دې په دې خبره زور راوړو چې ماشومان دې د خپلو قامي لارښودو د كارنامو نه خبر كړې شي او د صوبو ترمېنځه د كلتوري تبادلو پروګرامونو ته دې لا وده وركړې شي۔ دې ووئيل د كلتور د لارې مونږ كركه ختمول او اتحاد ته وده وركولې شو۔ چيئرپرسن سيده نوشين افتخار ماشومانو ته په اردو ژبه كښې تعليم ته په پام لرنې كولو زور راوړلو سره ووئيل بايد نوې كول د قامي ژبې څخه وروستو پاتې نشي۔