اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د كروندګرو د مفادات تحفظ او د غنمو د منډۍ استحكام د لارې د غذائي خود کفالت باوري كولو د عزم پخلے كړے دے۔ وفاقي وزير په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د وېټ بورډ اتمه غونډه شوې٬ په غونډه كښې په هېواد كښې د غنمو د طلب او رسد صورتحال …
پاکستان كښې د غنمو د كمي اندېښنه نشته۔ رانا تنوير حسين
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د كروندګرو د مفادات تحفظ او د غنمو د منډۍ استحكام د لارې د غذائي خود کفالت باوري كولو د عزم پخلے كړے دے۔ وفاقي وزير په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د وېټ بورډ اتمه غونډه شوې٬ په غونډه كښې په هېواد كښې د غنمو د طلب او رسد صورتحال او ربيع سيزن 26۔2025 لپاره د مهمو زرعي تخمونو د شتون تفصيلي جاج واخستلے شو ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې رانا تنوير حسېن ووئيل په هېواد كښې 33.47 ملين مېټرك ټن غنم موجود دي او قامي ضرورت 33.58 ملين ميټرك ټن دے٬ دغسې يوازې 0.11 ملين ميټرك ټن معمولي فرق رامخې ته كېږي۔ ده واضحه كړه چې دا كمے ډېر معمولې دے او په هېواد كښې د غنمو د پانګو په حواله كوم تشويش ته ضرورت نشته۔ په دې موقع وفاقي وزير په سپينو ټكو ووئيل په موجوده وضعه كښې به پاكستان غنم نه درامد كوي ځكه چې موجوده پانګې قامي ضرورت لپاره پورا دي۔ ده ووئيل د حكومت وړومبې ترجيح د ځائي ګروندګرو د مفادات تحفظ دے٬ د ماركيټ او بيوپاريانو نه۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې يوريا او د نورو زرعي تخمونو وافر كچه راتلونكي ربيع سيزن لپاره باوري كړې شوې دغسې چې كروندګرو ته د فصل په كر كښې مشكل رامخئ ته نه شي۔ وفاقي وزير يو ځل بيا زور راوړلو سره ووئيل پاکستان كښې د غنمو د كمي اندېښنه نشته۔












